کور / راپور / بهرنيو چارو وزارت: امريکايان او طالب استازي پاکستان کي د امريکايي بندیانو په هکله ږغېدلي دي

بهرنيو چارو وزارت: امريکايان او طالب استازي پاکستان کي د امريکايي بندیانو په هکله ږغېدلي دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چي په پاکستان کي د طالب استازو او امريکايانو ترمنځ خبري په کابل کي د تښتول سويو امريکايي استادانو په هکله وې.

د بهرنيو چارو وزرارت سياسي مرستيال ادريس زمان وايي، چي په پاکستان کي د امريکايانو او طالبانو ترمنځ خبري اتري د افغان سولي سره هيڅ تړاو نه لري، بلکيد افغان امریکايي پوهنتون د دوو تښتول سوو امریکايي استادانو د خوشي کولو په هکله وې.

له نن څخه کابو درې کاله وړاندې د کیوین کینګ په نامه امریکايي پروفیسر او د ټیموتي ویکس په نامه یو بل استرالیايي پروفیسر طالبانو وتښتول. دغه دواړه تښتول سوي پروفیسران د ۲۰۱۶م کال د اګست میاشتې پر اومه نیټه د امریکايي پوهنتون ودانۍ ته څیرمه د کابل په غربي څنډه کي تښتول سوي وو.

د چهارشنبې په ورځ د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالب استازو ۱۲ کسيزه ډله اسلام اباد ته ولاړل او هلته ئې د زلمي خليلزاد ترڅنګ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، د آی ايس آی د مشر او نورو پوځي چارواکو سره خبري اتري وکړې.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان وايي: “په اسلام اباد کي چي اوس مهال کومې خبرې روانې دي، اصلاً ویلی سو، چي دا د دوو تښتول سوو امریکانو په اړه دي، د تښتوونکو یعني طالبانو او امریکا د حکومت ترمنځ د پاکستان په واسطه روانې دي،دا د افغانستان د جمهوري ریاست رسمي موفق دی.”

هغه پر پاکستان په انتقاد سره وویل، چي تر دا مهاله یې په هغه هېواد کي د تروریزم د ځالو پر ضد عملي اقدامات نه دي کړي.

افغان حکومت تل ویلي، چي د سولي هغه خبري چي د افغان حکومت مشرتوب پکي نه وي بې ګټي دي او هيڅ مثبته پايل به ونه لري.