کور / #PTM / د پي ټي ايم هڅي، د غورځنګ دوه نور بنديوان خوشي سول

د پي ټي ايم هڅي، د غورځنګ دوه نور بنديوان خوشي سول

د پښتون ژغورني غورځنګ د هڅو په پايله کي ددغه غورځنګ دوه مخکښ کسان عبدالحی وزير او اسماعيل مسيد تېره ورځ له زندان څخه خوشي سول.

ښاغلی وزير او مسيد د انټرنيټي جرم په تور د رياست لخوا بنديوان سوي وه، چي ورباندي تړل سوي تورونه دروغ ثابت سول او تېره ورځ په ضمانت خوشي سول.

خو لا هم د رياست په زندانونو کي د پي ټي ايم ډېر کسان لکه  د منظور پښتین نزدې ملګری بلال پښتین، د علی وزیر د تره زامن عارف وزیر او انور وزیر، د قاید اعظم پوهنتون ایم فل سکالر جمشېد وزیر ،ملا بهرام، ملا طاهر، شاه فېصل غازي، حنیف پښتین،مصطفی پښتین، شیراز مهمند،کاکا شفیع ترین، قاسم اڅکزی، دوست محمد، علي بابا، ناظم ظاهر شاه نورزی او شیرنواز مچن خیل بنديوان دي.

د پي ټي ايم مشر منظور پښتين وايي، چي دوی به د خپلو حقونو لپاره مبارزه جاري ساتي او له زندان څخه کومه وېره نه لري.

خپله پر منظور پښتين هم د رياست لخوا ۳۰ مقدمې درج سوي دي.

دا پر داسي مهال ده چي تېره ورځ د هالنډ په پلازمېنه امسټرډام کي هم د پي ټي ايم لخوا يو ستر لاريون جوړ سوی وو، چي پکي د رياست ظلمونه وغندل سول او د پښتنو مبارزينو د خوشي کولو غوښتني پکی وسوې.