کور / راپور / العربية ورځپاڼه: اشرف غني غواړي د طالبانو سره د سولي هوکړه په مکه مکرمه کي لاسليک کړي

العربية ورځپاڼه: اشرف غني غواړي د طالبانو سره د سولي هوکړه په مکه مکرمه کي لاسليک کړي

د سعودي العربية ورځپاڼي په دغه هيواد کي د افغان سفير سيد جلال کريم سره يوه مرکه کړې چي د افغان سولي په تړاو سره ږغېدلي دی.

العربية ورځپاڼي د ښاغلي کريم په له خولې ليکلي، چي په قطر کي د طالبانو سره ترسره سوي خبري په افغان حکومت پوري اړه نه لري او نه هم کومه مثبته پايله لرلای سي.

نوموړي ويلي، چي افغان ولسمشر اشرف غني غواړي د طالبانو سره د سولي هوکړه د اسلامي نړۍ په زړه مکه مکرمه کي لاسليک کړي.

هغه همدا راز زیاته کړې ده، چي له طالبانو سره د سولې په تړاو خبرې باید  په ریاض او ابوظبۍ کي وسي.