کور / راپور / پېښور کي ځوان هلک او انجلۍ د غيرت په نوم وژل سوي دي

پېښور کي ځوان هلک او انجلۍ د غيرت په نوم وژل سوي دي

د پېښور په جګړا سيمه کي يو ځوان هلک او نجلۍ د غيرت په نوم وژل سوي او مړي ئې يوه خوړ ته اچول سوي وه.

ځايي سرچينې وايي، چي تېره ورځ د پېښور په کليواله سيمه جګړا کي يو هلک او انجلۍ د کلي د خلګو لخوا وژل سوي وه او وورسته ئې د هغوی مړي د باړې خوړ ته غورځولې وه، چي وروسته نور کسان ورباندي خبر سول.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي دغه انجلۍ او هلک يو پر بل مين وه او د همدې ميني د سزا لپاره په ډزو وژل سوي دي.

د پېښي په تړاو تر دا مهاله څوک نه دي نيول سوي، خو دا لومړی ځل نه دی چي دا ډول پېښي رامنځ ته کېږي او پکي تورن کسان نه نيول کېږي.

په پېښور او نژدې سيمو کي د غيرت په نوم وژني خورا ډېري سوي دي چي د بشري حقونو سازمان هم په دې هلکه ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.