کور / راپور / کندهار ملي امنيت وايي، چي د ځانګړي يونيفورم پرته چاته د تلاښۍ اجازه مه ورکوئ

کندهار ملي امنيت وايي، چي د ځانګړي يونيفورم پرته چاته د تلاښۍ اجازه مه ورکوئ

 

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چي د تېري اونۍ په ترڅ کي ئې لس تنه غله نيولي چي د امنيتي کسانو په نوم ئې د خلګو له کورونو څخه غلاوي کړي وې.

امنيه قومنداني وايي، چي نن د کندهار ښار د دریمي حوزې پولیسو هغه دوه غله نیولي، چي له سوداګرو څخه يې درې سوه دیرش لکه پاکستانۍ کلداري غلا کړي وې.

له دې وړاندي په کندهار ښار او اطرافو کي د پوليسو او امنيتي ځواکونو په  نوم ځيني کسانو د خلګو له کورونو څخه پيسې او زر وړي دي.

د ملي امنيت رياست نن خبرداری ورکړ، چي د امنيتي ستونزو د مخنيوي په خاطر د امنيتي پلټنو لپاره ددوی ځواکونه ځانګړی يونيفورم او ځانګړي وسائل لري، خو که څوک د ځانګړي يونيفورم، کارټونو او ځانګړو وسائلو پرته د خلګو کورنو، دوکانونو او يا هم شخصيت پلټلو هڅه وکړي، ولسي وګړي دي امنيتي چارواکي په جريان کي واچوي.