کور / اقتصادي / دکندهار بڼوال پاکستان ته د انارو د صادرولو پرمهال د لوړ ټکس څخه شکايت کوي

دکندهار بڼوال پاکستان ته د انارو د صادرولو پرمهال د لوړ ټکس څخه شکايت کوي

د کندهار بڼوال له هيواد بهر پاکستان ته د انارو د صادرولو پر مهال د لوړ ټکس څخه سر ټکوي او وايي، چي لوړ محصول ددوی د ميوو پر بازار پيکه کړی دی.

د شاوليکوټ، ارغنداب، دامان او ډنډ ولسواليو بڼوال وايي، مخکي به پر یوه موټر ۸۲۰۰۰ پاکستانۍ کالداري تعرفه راتله خو اوس ۲۴۲۰۰۰ پاکستانۍ کالدارو ته لوړه سوې، چي د تېر په پرتله درې برابره سوې ده.

دوی  د يادي ستونزي د حل په موخه د ولايتي ادارې څخه د همکاريو غوښتنه کړې او وايي، چي حکومت دي ددوی سره د ميوو په ټکسونو او بازارموندنه کي مرسته وکړي.

 په ورته وخت کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب وايي، چي د سوداګرۍ پر وړاندي خنډونه د اقتصادي زيانونو زېږنده دي .

ښاغلی منيب وايي، چي دغه ستونزه به  په مرکزي کچه تر اړوندو ادارو رسوي، ترڅو د حل لاره ورته ومومي.