کور / #PTM / پي ټي ايم د هالنډ په زړه امسترډام کي احتجاجي لاریون وکړ

پي ټي ايم د هالنډ په زړه امسترډام کي احتجاجي لاریون وکړ

د هالنډ پلازمینه امسټرډام په دم میدان کې د پي ټي ام هالنډ احتجاجیه لاریون (5-10-2019)

له پوره څلور میاشتو ځنډ‌ وروسته پي ټي ام یو ځل بیا په اروپا کې له ولولو او جذبو سره سر راپورته کړ!

‏‎د پښتون ژغورنې غورځنګ اروپا د هالنډ‌‌‌‌‌‌ څانګې وروسته له هغې چې د شمالي پښتونخوا بونېر ته د دغه تحریک مشر منظور احمد پښتين مخه ونیوله او د نوموړي غورځنګ د نړیوالو چارو مسئول ښاغلي نظيف خان اشنغر غوښتنه وکړه چې پښتانه دې په ټوله نړۍ کې په احتجاجونو لاس پورې کړي، یو لوی لاریون وکړ. د لاریون له ختمېدو سره سم په ټولنيزو رسنيو (سوشل ميډيا) یعنې په ټویټر PTMHollandProtest# ټرينډ وچلول شو چې په زرګونو خلکو پکې برخه واخیستله او د لاریون په ورځ د ټویټر په مشهورو موضوعاتو کې (ټرینډینګ ټاپیک) حساب شو.

‏‎دغه احتجاجي لاریون ته، چې په پنځم د اکتوبر، ۲۰۱۹ د هالنډ پلازمینه امسټرډام کې سر ته ورسیدو، د هالنډ میشتو پښتنو افغانانو سربیره له جرمني، بلجیم، فرانسې او برتانيې څخه ګڼ شمېر پښتانه ورغلي وو.

لاریون د پاکستان د پوج او lSl په وړاندې په رنګه او زړه پورې پوسټرونو چه د ښاغلي سيع جان ساګزي او ښاغلي عجب خان او د پي ټي ام نورو ځوانانو په مرسته او نوښت جوړ شوي وه، سمبال وو چه د ډیرو لیدونکو پام یې ځان ته راواړولو.

د لاریون ګډونوالو په یو غږ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د پاکستان ظالم ریاست دې ژرترژره پاکستان کې د دغه تحریک غړي خوشې کړي کوم چې بغیر له کوم جرم څخه په میاشتو میاشتو بندیان دي. دوی همدا شان د دغه غورځنګ د یوې بلې فعالې اغلې ثنا اعجاز نوم له اي سي ایل (ECL) د لیست نه د ویستلو غوښتنه وکړه او د تحریک د مشر منظور احمد پښتين پر ګرځیدو بندیز دې بغیر له کوم قید او شرط څخه لرې کړل شي.

‏‎په دغه لاریون کې سلګونو خلکو برخه اخیستې وه چې ښځو، ماشومانو، ځوانانو او سپین ږیرو پکې ګډون درلود. دې احتجاجي لاریون ته ګڼ شمېر هالندیان هم راغلي وو. د لاریون په اخر کې ځوانانو پښتني اتڼ هم وکړ چې د سیلانیانو او لاریون ته راغلیو بهرنیانو پام یې ځانته راواړوه.

د لاريون په ترڅ کې په پښتو، انګرېزي او هالنډي ژبو بېلابېلې ويناوې وشوې، چې په احساساتي شعارونو بدرګه کېدلې. په پيل کې د سټېج چلوونکې اغلې ګلالۍ مومند د لاريون او د پي ټي ام په موخو رڼا واچوله. بيا د پی ټی ام د هالنډ څانګې مرستيال ډاکټر قدرت الله (پښتون نسل وژنه)، د پی ټی ام د هالنډ څانګې سکرټرې اغلې سايره نورزۍ (په ښځو د پنجابي پوج ظلمونه او پي ټي ام کې د ښځو ونډه)، د بشري حقونو چارو فعال ښاغلي زرعلي آفريدی (د بشر حقونه د پاکستان رياست لخوا تر پښو لاندې کول)، پی ټی ام د هالنډ څانګې د پرمختیایي چارو مسول خيبر ګاونډي (په رسنيو او د پي ټي ام په خوځښت بنديز)، د بلجيم د پي ټي ام مشر ښاغلي مالک بازي (د پنجابي ریاست او پوځ روان ظلمونه) ویناوې وکړې.

ورپسې د هالنډ د اړيکو او خپرونو چارو مشر ډاکټر عرفان نور د لاریون پرېکړه لیک په انګریزي ولوست، چې یاد پرېکړه لیک به د هالیند په شمول د اروپا یو شمېر پارلمانونو او د بشري حقونو سازمانونو ته ولېږل شي. په پریکړه لیک کې د پي ټي ام د مخکښو غړو نومونه چې د پاکستان په جیلونو کی شپې او ورځې سبا کوي او د خړ قمر د شهیدانو نومونه هم نړیوالو ته واورول شول.

ورپسې په هالنډ کي د پي ټي ايم مشر عبدالله احسان کاکړ د غورځنګ پر اغېز او ددې لاريون د جوړېدو پر لاملونو وغږېدو او په پای کښي د غورځنګ مشر او رهبر منظور احمد پښتين د ټیلفون له لارې لاریونوالو ته وينا واوروله.

محترم مشر منظور پښتين په هالنډ او اروپا کي د پي ټي ايم له ملګرو مننه وکړه او د خبرو په يوه برخه کي یې وويل چي دلته زموږ اویا زره انسانان وژل شويدي، دا په نړۍ کي د بشري حقونو لويې ادارې ولې زموږ سره د رياست لخوا په تر سره کېدونکو ظلمونو سترګې پټوي؟

احتجاجي لاریون د ځوانانو لخوا په حماسي پښتني اتڼ په کولو ختم اعلان شو. ‏‎ټولوگډونوالو دا تعهد وکړ چې راتلونکي کې به نور هم په ګڼ شمېر د پښتون ژغورنې غورځنګ په راټولېدنو کې برخه اخلي. د لاريون انځورونه پر ټولنيزو رسنيو پر لاندي هشټېګ لیدل کیدای شي.

#PTMHollandProtest

بشپړ ويډيوي راپور دلته کلیک کړئ :  لاریون ويډيو

ويډيو لراوبر ټکی کام

راپور سايره نورزۍ او خېبر ګاونډی

انځورونه نذير احمد نذير او سميع جان ساګزی

ټولنيزي رسنۍ: عبدالقهار همت او د مرکز ملګري