کور / سياسي / د تاریخ هېر شوی درس

د تاریخ هېر شوی درس

 لیکوال: ډاکټر عطاالله زیارمل

یوازې روسان نه دي چې له خپلې ماضي څخه عبرت نه اخلي، بلکې نور هم شته چې په ړندو سترګو د نورو په پل د کندو په لور رهي شوي دي.‌ همدې روسانو ته په افغانستان کې له خونړي جنګ څخه ډېر مالي او ځاني تاوانونه ورسېدل؟ دوی اوس څنګه بیا په ډېره سپین سترګۍ سره د افغانستان د سولې او جګړې لپاره طالبان په شا ډبوي او په رڼا ورځ یې ښکاره ملاتړ ته مټې را بډوهلي دي. په اصل کې افغانان ملامت دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې په وار وار خپله ماضي هېره کړې ده، خو له روسانو سره په یو لږ څه تفاوت سره. هغه دا چې افغانانو تل کوښښ کړی چې جنګ خپل کور ته راوړی، خو نورو بیا همېشه د جنګ اور د بل په کور کې بل ساتلی او یوازې د هغوی په اصطلاح تاکتیکي ډوله شا تګ یې کړی دی.

ځینې افغانان خو یا ډېر هېرجن دي او یا لکه د روسانو په څېر یې له ماضي څخه درس نه دی اخیستي. طالبانو ته که وګورو نو د همدوی ډېری مشرانو خپلې سترګې او لېنګي د روسانو سره په جګړو کې له لاسه ورکړي، خو دوی بیا دومره په خپل ضد او عناد کې وړاندې تللي چې له هغه پروني دښمن سره ناسته پاسته ور ته لاسته راوړنه ښکاري، خو له خپل افغان ورور سره د خبرو مېز ته کښیناستل ور ته کمزوري ښکاري.

پر دې سربېره هغو افغانانو چې د طالبانو د استازو هغه ویډیو لیدلې اکثرو یې د طالبانو په استازو لعنت ویلی چې هغه پاکستان مو هېر شو چې په څه ډول یې تاسې د څو ډالرو په بدل کې لکه د قربانۍ د پسونو په څېر خرڅلاو ته وړاندې کولئ؟ خو اوس بیا په ماته غاړه ور خوشې یاست او په پلاستيکي کڅوړو کې ور ته لا سوغاتونه هم ورکوي. په ډیپلوماتیک عرف کې دا یوه ډېره کمزوري چاره بلل کېږي چې څوک دې داسې کڅوړو کې په ماته غاړه د چاپوړوسۍ په بڼه ډالۍ وړاندې کوي. لېرې به نه ځو، په همدې استازو کې اکثره یې د پاکستان په محبسونو کې شپې ورځې تېرې کړې دي هغه هم په دې ګناه چې له افغانانو سره به مذاکرات نه کوي. د دوی هغه غړي به هم نه یادوو چې له ډېرو شکنجو څخه یې په زندانونو کې ساه ګانې ورکړې، خو اوس څه معجزه وشوه چې دا هر څه هېر شول او په دوی باندې دومره باور کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره به ښه نیت ولري. د پاکستان همدا شعار ښه ښکاره دی چې وايي: (سب سی پهلی پاکستان!) یانې له هر څه وړاندې ور ته پاکستان مهم دی.‌ دا نور هر څه ور ته د سیاست په ډګر کې د سون توکي ښکاري،‌ خو ځینې بې خبره یې د اسلام کلا بولي. په هر صورت، که طالبان د بل چا نه اوري نو د خپل پخواني سفیر ملا ضعیف خبرو ته دې غوږ ونیسي چې وايي، افغانان باید په پاکستان باور و نه کړي.

ټول په وطن مین افغانان چې حالات څاري په دې پوهېږي چې روس او پاکستان زموږ لپاره نه بلکې د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې کله د یو چا او کله هم د بل چا تر شا ولاړ وي. همدوی دي، چې زموږ د وطن د ورانۍ او بربادۍ لپاره یې د قومي تعصب او کرکې تخم وکاره او تر ننه د نظام ضد عناصرو په روزنه بوخت دي او په ډېره بې شرمۍ سره یې د افغانستان د نظام د مخالفو وسله والو د ملاتړ لپاره میدان ته راوتلي او په نړیوال فورم کې د طالبانو په استازیتوب خبرې کوي. که طالبان نه شرمېږي نو روسان یا پاکستان به ولې وشرمېږي (!) د چا چې ګټې په جنګ کې نغښتې دي، په هغه جنګ کې چې په دواړو خواوو کې د افغانانو وینې بهېږي او دوی په دې ډول غواړي د خپلې تېرې ماضي خراج واخلي.

د کابلوف وروستۍ څرګندونې په ښکاره د افغانستان د امنیت د شورا د رئيس ډاکټر محب هغو خبرو ته مستقیم ځواب دی چې په ملګرو ملتونو کې یې د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه وکړې. هغه په څرګندو ټکیو کې وویل چې افغانستان سولې او جنګ دواړو ته چمتو دي،‌ خو هیله یې وښوده چې مخالف وسلوال دې د جنګ لاره نه غوره کوي بلکې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې دې د یوې تلپاتې سولې لپاره خبرو ته کښيني.‌ د افغانستان حکومت باید د روسانو د استازي د دې څرګندونو په اړه له هغه څخه رسماً توضیحات وغواړي او هم دې په ملګرو ملتونو کې ترې رسماً شکایت وکړي چې نور باید زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي.