کور / راپور / طالبانو ۳ هندي انجينران د ۱۱ طالبانو په بدل کي خوشي کړي دي

طالبانو ۳ هندي انجينران د ۱۱ طالبانو په بدل کي خوشي کړي دي

تېره ورځ د بګرام له زندان څخه د طالب قومندانانو ۱۱ تنه غړي د ۳ هندي انجينرانو په بدل کي خوشي سول.

د بنديانو دغه تبادله په بغلان ولايت کي وسوه، چي له مخي ئې طالبانو تښتول سوي درې هندي انجينران خوشي کړل او په بدل کي ئې د طالبانو ۱۱ قومندانان د بګرام له زندان څخه ازاد سول.

په خوشي سويو طالب بنديانو کي ددغي ډلي پخواني واليان هم شامل دي.

دغه درې تنه هندي انجينران تېرکال  هغه وخت طالبانو په بغلان ولايت کي وتښتول چي کله هغوی په يو برېښناکوټ کي د برېښنا د ترميم په چارو بوخت وه.

له دوی سره څلور نور افغان ملګري هم تښتول سوي وه، چي يو له زندان څخه په تېښته بريالی سوی وو او د نورو دريو کسانو په هکله تراوسه مالومات نسته.