کور / راپور / ارګ د بهرنيو چارو وزارت وياند له دندي ګوښه کړ، خو اجرائيه رياست بېرته ګومارلی دی

ارګ د بهرنيو چارو وزارت وياند له دندي ګوښه کړ، خو اجرائيه رياست بېرته ګومارلی دی

افغان ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د يو فرمان له مخي د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي له دندي ليري کړ.

د هغه د ګوښه کېدو دليل دا ويل سوی، چي پاکستان ته د طالب استازو د سفر په تړاو داسي څرګندوني کړې وې چي د افغان حکومت د دريځ سره ئې سر نه خوړی.

صبغت الله احمدي پاکستان ته د طالبانو د سفر په هکله ويلي وه، چي دا يو نيک اقدام دی او موږ هيله لرو چي د سولي خبري به بيا پيل سي.

خو ارګ ويلي وه، چي پاکستان ته نه ښايي چي د ترهګرو ډلو کوربه توب وکړي او هغه خبري چي د افغان حکومت له مشرۍ پرته کېږي د افغان سولي سره هيڅ مرسته نه سي کولای.

د ارګ وياند صديق صديقي پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي، چي له دې وروسته به د صبغت الله احمدي پر ځای ميرويس نائب د وياندويی چاري په غاړه اخلي او د هغه به د ياد وزارت د اقتصادی همکاريو مرستيال هم وي.

خو اجرائيه رياست بيا وايي، چي صبغت الله احمدي ګوښه کېدل کمپايني بڼه لري او هغه به بېرته خپلي دندي ته دوام ورکړي.

د اجرائيه رياست څخه په خپره سوې تازه خبرپاڼه کي ويل سوي،  چي د احمدي ليري کول د ټاکنيزو کمپايونونو يوه برخه ده او ترڅو چي د ولسمشرۍ ټاکنو پايلي اعلانېږي هغه به خپلي وظيفې ته دوام ورکوي.

په دې وروستيو کي دا څووم ځل دی چي د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه رياست ترمنځ د فرمانونو پر سر اختلافات راپورته کېږي.