کور / راپور / وزيرستان کي پوځ هغه معذور کسان نيولي چي د خپل حق غوښتلو لپاره راوتلي وه

وزيرستان کي پوځ هغه معذور کسان نيولي چي د خپل حق غوښتلو لپاره راوتلي وه

په جنوبي وزیرستان کي پوځ هغه  معلولين کسان نيولي چي د خپل حق غوښتني لپاره اسلام  ته روان وه.

دغه معذورو کسانو غوښتل چي د خپلو ماشومانو د تعليم، امنيت او شخصي حيثيت ساتلو لپاره اواز اوچت کړي او د خپلو حقونو ساتنه وکړي.

د پوځ کسانو معذور کسان چي په دريو بسونو کي سپاره وه، په ټانک سيمه راګرځولي او د مخ ته تللو لپاره ورته اجازه نه ورکوي.

يو تن معذور ګل جان وايي: “موږ اسلام اباد ته د احتجاج لپاره روان وو، د ټانک په دروازه کي راته پوځ مخکي سو، په لاره یې زموږ ټول ګاډي ایسار کړل او د مخکي تګ اجازه ئې را نه کړه.”

نوموړی وایي، پوليسو زموږ ګاډي ونيول او موږ ئې تر شنه اسمان لاندي پر سپيره ډاګ پرېښودلو، زموږ بې خوراک او ډوډۍ څخه نهر پراته يو او څوک مو د تپوس کولو جرات هم نه سي کولای.

د هغه په وینا کله چي دوی لویه لاره بنده کړه نو پوځ ورته وویل چي په کچرۍ کي ورسره خبرې کوي.

 هغه زیاتوي که څه هم د چارواکو لخوا ورته ویل سوي چي د هغوی مسلې به حلوي خو تر اوسه چارواکو هېڅ هم نه دي کړي.

پاکستانی پوځ په نړيواله کچه د بشري حقونو پر ماتولو تورن دی او هغه کسان چي د خپلو حقونو غوښتنه کوي د پوځ لخوا ئې مخه نيول کېږي.