کور / راپور / کابل کي د شپږيزي کرکيټ ليګ سيالۍ پيل سوې

کابل کي د شپږيزي کرکيټ ليګ سيالۍ پيل سوې

نن په کابل کی د شپږيزي کرکيټ ليګ سيالۍ پيل سوې چي لومړۍ لوبه نن  د راشد خان په لوبډلمشرۍ د “بند امیر ښامارانو” او د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ د “کابل بازانو” ترمنځ ترسره کیږي.

د لوبې پچه کابل بازانو وګټله او لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه. ټاکل شوې دغه لیګ تر دو اونیو پورې به روان وي.

د کرکيټ دا سيالۍ له ۲۰۱۳ کال راهيسي هر کال په پلازمېنه کابل کي ترسره کېږي، خو د تخنيکي ستونزو له امله تېر کال دا لوبي ونه سوې.

د کرکيټ بورډ وايي، چي اوس ئې تخنيکي ستونزي هواري کړي او دا سيالۍ به په ښه توګه ترسره سي.

د کرکيټ بورډ وايي، چي د نندراچيانو لپاره ئې هم سهولتونه برابر کړی دي او همداراز به دا سيالۍ د ملي ټلويزون له لاري هم په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

په ۲۰۱۷ کال کې د ملي ټيم لوبغاړو تر څنګ په دغو لوبو کي د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړو هم برخه درلوده، خو سږ کال به په دې سياليو کي يواځي افغان لوبغاړي لوبېږي.

امو نهنګان، بندامیر ښاماران، بُست ساتوونکي، کابل بازان، مېس عېنک اتلان او سپين غر زمریان هغه لوبډلي دي چي د شپږيزه کرکېټ لیګ د اتلولۍ لپاره به سیالي سره کوي.