کور / #PTM / رياست د پي ټي ايم پر مشرانو کوزي پښتونخوا ته پر ورتګ بنديز لګولی دی

رياست د پي ټي ايم پر مشرانو کوزي پښتونخوا ته پر ورتګ بنديز لګولی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ پر درو مخکښو مشرانو منظور پښتين، علي وزير او محسن داوړ باندي کوزي پښتونخوا کوټي ته پر ورتګ بنديز لګول سوی دی.

دغه بنديز د رياست لخوا د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ضيا‌ء الله لانګو لګولی دی.

په دغه نوټپيکشن کي ويل سوي چي دغه درې واړه مشران به د ۶۰ ورځو لپاره نه سي کولای چي بلوچستان ته ولاړ سي.

د رياست په وينا، پي ټي ايم د رياست خلاف خبري کوي او په دې خاطر چي خلګ ئې خبرو ته غوږ ونه نيسي، پر دوی ئې دا بنديز لګولی دی.

له دې وړاندي هم رياست پر منظور پښتين باندي شمالي وزيرستان ته پر ورتګ بنديز لګولی وو، خو هلته بيا هم د خلګو د تود هرکلي سره مخ سو.

د پښتون ژغورني غورځنګ  مهمي غوښتني دادي، چي د رياست لخوا لادرکه سوي کسان دي وموندل سي، په پښتني سيمو کي کرل سوي ماينونه دي ليري کړل سي او د پښتنو ته دي د هغوی خپل حقونه ورکول سي.

د پي ټي ايم فعال او په قامي اسمبلۍ کي د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ وايي، د دوی ټولې غوښتنې آييني دي او هيڅوک یې چيرته د تګ مخه نه سي نیولی.

هغه د بلوچستان د حکومت لخوا پر دوی باندي د بنديز لګولو حکم وغندی او وئې ويل: “موږ به دا حکم په عدالت کي چيلنج کړو. موږ د بيان ازادي لرو. آيني او قانوني حق مو دی. که دوی پر موږ اعتراض لري نو ايف، ای، آر دې وکړي. موږ به يې د پخوا په شان عدالتونو کي چيلنج کوو. مخکي هم دوی داسې کارونه کړي دي خو زور يې نه دی رسېدلی. د همدغسې حکم دلاندې دوی وزيرستان ته زما په تګ بندېزو ولګاوه خو خلکو بيا هم زه د پارلمان غړی وټاکلم. دوی غواړي چي خلکو ته حقایق ونه رسي او خلکو رښتيا اورېدو ته راغونډ نه سي.”

په ورته مهال کي پاکستاني رياست د پي ټي ايم ډېری مشران په دې تور نيولي دي چي ولي د خلګو په وړاندي يادي غوښتني کوي.