کور / د ډيورنډ کرښه / محمود خان اڅکزی: هغه خلک چې بايد په جېل کي وای، پوځ وسلې ورکړي او پښتانه په وژني

محمود خان اڅکزی: هغه خلک چې بايد په جېل کي وای، پوځ وسلې ورکړي او پښتانه په وژني

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی وایي، چي موږ به د هغه مارچ ملاتړ کوو چي ريښتونی جمهوريت راولي او د قانون په چوکاټ کي خلګو ته واک ورکوي.

ښاغلي اڅکزي چي تېره ورځ ئې په پښين کي  د اکتوبر د ۷ شهيدانو په يادغونډه کي خپلو پلويانو ته خبري کولې وويل، موږ د هر هغه تحريک ملاتړ کوو، چي مارشلايي ځواکونه ليري کوي، جمهوريت راولي، د خلګو ووټو ته احترام کوي اود خلګو سنيټ پکي محفوظ وي.

نوموړي زياته کړه، چي اوس د پښتنو په سيمه کي يو جنګ روان دی او دا جنګ نور هم غټېدلای سي او دا وېره سته چي دلته به يوه کورنۍ جګړه رامنځ ته سي.

اڅکزي زياته کړه، هغه کسان چي بايد په جېل کي وای، ازاد ګرځي او وسله ورکول سوې ده ترڅو رياست پښتانه په بې عزته کړي.

د اڅکزي په خبره، اوسنیو حالاتو ته په کتو دې چیف جسټس نوتیس واخلي او یو ګردۍ مېز کنفرانس راوبولي. په هغه جرګه کې دې پوځ هم راوغواړي، مېډيا دې هم راوغواړي، سیاسيون دې هم راوغواړي، بیورکراسي دې راوغواړي. چي پکې سره کېښنو او سر سره خلاص کړو.

نوموړي د جميعت علماء اسلام (ف) مشر فضل الرحمن لخوا د اکتوبر پر ۲۷ د مارچ رابللو په تړاو وويل، چي موږ د هر هغه مارچ ملاتړ کوو چي د ازادۍ لپاره کار وکړي، داسي مارچ نه چي عمران خان ليري کړه او محمود راوله، بلکي داسي مارچ ملاتړ کوو چي خلګ پکي خپل ځان وويني او د خلګو ووټونو ته احترام پکي وي.

فضل الرحمن ويلي، چي د اکتوبر پر ۲۷ به په اسلام اباد کي يو ستر مارچ راپيلوي او ترڅو چي ئې د عمران خان حکومت نه وي پرځولی پر کراره به نه کښېني.

د پښين دغه غونډي ته نورو پښتنو مشرانو هم خبري وکړې او دا ئې وويل، چي رياست کوښښ کوي، چي پښتانه له تعليم څخه ليري وساتي ترڅوئې په ترهګرۍ کی په اسانه وکاروي.