کور / راپور / په ميرامشاه کالج کي د پښتو زده کړي بندي سوي دي

په ميرامشاه کالج کي د پښتو زده کړي بندي سوي دي

د شمالي وزيرستان په ميرامشاه کالج کي د پښتو څانګي استادان وايي، چي دلته نور د پښتو ژبي زده کړه مخ پر ورکيدلو ده او په لوی لاس هڅه کيږي چي پښتو ژبه له دې کالج څخه ورکه سي.

د دغه کالج زده کونکي وايي، چي دوی ته اوس په پښتو څانګه کي داخلې نه ورکول کيږي او د همدغه کالج يواځينی د پښتو ژبي پروفيسر هم بنو ته بدل سوی دی.

پروفيسر تاج محمد مسيد چي په دغه کالج کي د پښتو ژبي استاد دی وايي، چي پښتو کي د زده کونکیو مخه په شعوري توګه نیول سوې ده او دی یوازینی پروفیسر وو، چې له کالجه بدل کړل سو او پرځای یې بل استاد هم نه دی ګومارل سوی.

ښاغلی مسيد زياتوي، دلته په سیمه کي له پوځي عملیاتو سره په مجموع کي د زده کونکیو تعلیمي لړۍ اغېزمنه سوه خو سږ کال بیا یوه زده کونکي ته هم په پښتو کي داخله ور نه کړل سوه، د ده په وینا په لوی لاس د پښتنو مورنۍ ژبې پښتو، ودې او پرمختګ ته نه پرېښودل کيږي.

د میرعلي اوسیدونکی اسرار خان چې له میرامشاه کالجه یې په پښتو کي زده کړې کړې او اوس په پښتو ژبه کي ماستري کوي، وايي چې ځوان کهول یې له خپلې مورنۍ ژبې لیرې ساتل کيږي.

“که یو قام غواړي چې نړۍ ته ځان وروپېژني نو بهتره لار مورنی ژبه ده، نو باید پښتو ژبې ته ځانګړې پاملرنه وسي، موږ د کالج له پرنسپله غوښتنه کوو، چې پښتو څانګې لپاره زغرده استادان وګوماري که د پښتونخوا په نورو کالجونو کی په عارضي بنیاد استادان اخېستل کيږي، نو د میرامشاه کالج لپاره دې یې هم واخلي، چې پښتو څانګه او د کالج نورې څانګې فعاله سي.”

له دې وړاندي هم پاکستاني رياست په پښتني سيمو کي پر مورنۍ ژبه پښتو باندي د تعليم مخه نيولې ده او هڅه کوي چي خپل پاکستانی فرهنګ په پښتنو کي د همدې لاري خپور کړي.