کور / اقتصادي / په کندهار کي د ۶ زره کورنو لپاره د اوبو رسولو شبکې قرارداد لاسليک سو

په کندهار کي د ۶ زره کورنو لپاره د اوبو رسولو شبکې قرارداد لاسليک سو

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون لوي رئیس او راسخ ودانیز ګروپ تر مینځ د کندهار ښار ۱۲ ناحیې د لویي ویالې اوبو رسولو شبکې د جوړیدو قرارداد لاسلیک سو.

د یاد قرارداد ارزښت ۴۰۵ ميليونه افغانۍ دي، چي د لاسلیک پر مهال یې د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت لوی رییس انجینیر حميدالله يلاني او د راسخ ودانييز او سړک جوړولو شرکت رییس په شمول د افغانستان د ښاري اوبو رسولو ادارې مرکزي رئیسانو او په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت استازو هم ګډون کړی وو

.

د کندهار ښار د دولسمي ناحیی اړوند د لويې ويالې د اوبو رسولو پروژه ۱۰۴ کيلومټره د اوبو رسولو د لېږد پیپونه، یوباب ۳۱۰۰ مټر مکعب په حجم ځمکنۍ کانګریټی ذخيره، د ۱۵۰ متر مکعب په حجم دوهمه کانګریټی ذخيره، د پمپ سټېشن یوه ودانۍ، د جنراتور لپاره یوه خونه، د ساتونکي لپاره يوه خونه، یو اداري تعمير، د شپږو ژورو څاګان، د څاه ګانو لپاره شپږ اطاقونه او د څاګانو تولیدی سایټونو د ساحې لپاره احاطوي دېوالونه پکښي شامل دي.

 نوموړې پروژه د ۲۴ میاشتو په اوږدو کي د راسخ ودانیز ، سړک جوړونې او ودانيزو موادو توليدونکي شرکت لخوا جوړېږي، چې له بشپړېدو سره به ۶۰۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو څخه ګټه پورته کړي.