کور / راپور / اشرف غني: طالبان دې په زور کابل ته د راتګ خوبونه پرېږدي

اشرف غني: طالبان دې په زور کابل ته د راتګ خوبونه پرېږدي

افغان ولسمشر اشرف غني د شپيګل جرمنۍ ورځپاڼي سره په تازه مرکه کي ويلي، چي سوله د هر افغان غوښتنه ده، خو داسي سوله چي د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوڼي پکي خوندي وي.

ښاغلي غني ويلي، داسي سوله چي د افغانانو لاسته راوړني پکي لاهو کېږي او اساسي قانون ته زيان پکي رسېږي هيڅ افغان ته د منلو نه ده.

نوموړي زياته کړې، د طالبانو د راتګ لپاره قوي ضمانت ته اړتیا ده او دوی باید اساسي قانون، د ښځو حقوقو، بشري حقوقو او نورو قوانینو ته درناوی ولري.

ښاغلی غني وايي، طالبان دې په زور کابل ته د راتګ او یا هم د افغانانو د وېرولو خوبونه پرېږدي.