کور / تازه خبرونه / ډبليو بوش: روسان دي له ګرجستان څخه ووزي

ډبليو بوش: روسان دي له ګرجستان څخه ووزي


د امريكا جمهور رئيس ډبليو بوش پر روسيې ږغ كړى چي ژر ترژره له ګرجستان څخه خپل ټول عسكر وباسي.
جمهور رئيس بوش چي چين ته د المپيك لوبو د پرانيستلو له سفر څخه واشنګټن ته رسېدلى فوراً يې له ګرجستان څخه د روسي عسكرو د وتلو غوښتنه كړې.
بوش د روسانو له خوا د ګرجستان د جمهور رئيس د ليري كېدو له پرېكړي سره مخالفت كړى او وايي چي نوموړى د ګرجستان منتخب ولسمشر و، چي د دې هيواد د خلګو له خوا ټاكل سوى و.
بوش وايي په ګرجستان كي د روسانو له خوا رواني بمبارۍ او ظلمونه د زغم وړ نه دي، خو دا يې نه دي ويلي چي كه روسان له ګرجستان څخه ونه وزي امريكا به يې په مقابل كي څه عكس العمل وښيي.