کور / تازه خبرونه / پاكستان: د القاعدې لوړ پوړى قومندان ووژل سو

پاكستان: د القاعدې لوړ پوړى قومندان ووژل سو

د پاكستان دولتي رسنۍ د پاكستاني پوځ په حواله خبر وركوي چي افغانستان ته څرمه په قبايلي سيمو كي يې د ابو سعيد المصري په نوم د القاعده شبكې لوړ پوړى قومندان وژلى دئ.
د پاكستان پوځ ادعا كوي چي ښاغلى مصري يې د هغو عملياتو په ترڅ كي وژلى چي له څو ورځو راهيسي په خيبر ايجنسي او نورو سيمو كي د وسله والو قبايلي طالبانو پر ضد روان دي.
د پاكستان د پوځ يوه لوړ پوړي چارواكي د نوم د نه ښودلو په شرط يوې برتانوۍ ورځپاڼي ته ويلي چي المصري د القاعدې دريم لوړ پوړى قومندان و چي په پاكستان او افغانستان كي يې په ځينو غټو ترهګرو بريدونو كي لاس درلود.
د يادوني وړ ده چي دا د يوې مياشتي په موده كي د القاعدې دوهم لوى قومندان دئ چي په پاكستان كي وژل كېږي، تر ابوسعيد المصري مخكي د ابوخباب المصري په نوم د القاعدې يو بل قومندان هم د ايتلافي ځواكونو په راكټي بريد كي وژل سوى و.