کور / تازه خبرونه / لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه

لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه

دسوات په مختليفو سيمو كښي د نښتو له امله دري تنه وژل شويدي  

پېښور(هېواد خبر): دسوات په مختليفو سيمو كښي د نښتو له امله دري تنه وژل شويدي په تحصيل كبل كښي  تر ناڅرګندوخت پوري ګرځنده بنديز ولګول شو در اپورترمخه په سوات كښي امنيتي ځواكونو دوسلوالو طالبانوپناه ځايونه په نښه كړيدي خوبلخواته د كبل په سيمه كالاكلى ، خيراّباد ګالوچ او كيتيا ړكښي دمارټر ګولۍ لګيدو له امله دري تنه ځايي اوسيدونكي وژل شوي او دولس نور ژوبل شويدي د تحصيل چارباغ په  سيمه اّ له باد، او اركوټ كښي دوو پلونو ته په چاودنو كښي زيان اوښتى دى دښز په سيمه كښي څوورځي وړاندي سوځول شوى ښوونځى ودانى په بمونو الوزول شويده.



سرحدحكومت دپيښور بم چاودنه په كلكه غندلي

پېښور(هېواد خبر):د صوبه سرحدحكومت دپيښور بم چاودنه په كلكه غندلي دپيښي دقربانيانو له كورنيو سره يي  دمالى مرستي اعلان كړيدى دسرحدوزيراعلى په پيښه كښي دوژل شوو لپاره يو لك دزيات ژوبل كسانو لپاره پنځوس زره او لږ ژوبل كسانو لپاره د25 زرو روپيو مرسته كولو اعلان وكړ بلخواته دصوبه سرحددطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين په ليډى ريډنګ روغتون كښي دژوبل كسانو دپوښتني كولو وروسته خبر يالانو ته وويل  حكومت  دخبرو اترو لار نه پريږدي خو كه چرته څوك ترهګر يزو فعاليتونو ته دوام وركوى دهغوى پرضد به دزور څخه كار واخستل شي.



جيش اسلامي خبردارى وركړى دى

پېښور(هېواد خبر):په باجوړ كښي دطالبانو نوى تنظيم جيش اسلامي خبردارى وركړى دى كه چرته دطالبانو په وړاندي روان عمليات بند نه شي نو په ټول  هېواد كښي به دبم چاودنو په عمل لاس پوري كړي  دراپورونو ترمخه  په باجوړ كښي دجيش اسلامي امير ولى الرحمان په څرګند ډول  دپيښور بم چاودني مسئوليت په غاړه  وانخست خودومره يي  وويل چي دپيښور چاودنه دباجوړ عملياتو غبرګون دى  او زياته يي كړه دغه شان چاودني به په ټول  هېواد كښي تر سره كړل شي ولى الرحمان ويلى  چي  دپيښور په شان چاودنو خاص هدف به ملتان وي.



اّئى ايس اّئى او پوځ نور په سياست كښي لاسوهنه بس كړيده

پېښور(هېواد خبر):دپا كستان پيپلزګوند مرستيال مشر اصف على زر داري وايي استخباراتى اداره اّئى ايس اّئى او پوځ نور په سياست كښي لاسوهنه بس كړيده دشخصي ټلويزون سره په مركه كښي ښاغلى زرداري  ويلي  دي دامريكا يي مرستي په لړ كښي د درغلي  تور پرپرويز مشرف  لګول  په اوس وخت كښي مناسب ندى دامريكا يي مرستي په هكله زما بيان اّخوا ديخوا وړاندي كړل  شويدي  اصف زرد اري وايي  دايم كيو ايم مشر په اعتماد كښي نه اخستل يي تيروتنه ده  راتلونكي ولس مشر به قوم ته د58 ټوبي له منځه وړلو زيرى وركړى.



دباجوړپه عملياتو كښي ترڅلور ويشت زيات طالبان وژل شويدي

پېښور(هېواد خبر):دباجوړ ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو كښي دطالب وسلوالو او امنيتي سرتيرو ترمنځ سخته جګړه روانه ده ويل كيږي دتيري ورځي په عملياتو كښي ترڅلور ويشت زيات طالبان وژل شويدي دباجوړ په سيمه عمري تخت ماندل ، خوړ، لوى سم ، صديق اّباد، خزانه او نورو سيمو كښي درنه جګړه روانه ده په جګړه كښي ګڼ شپ هيلى كاپټر او جنګى  الوتكي هم كارول شويدي تردي يوه ورځ وړاندي هم امنيتي سرتيرو دعملياتو په ترڅ كښي د50 طالبانو او دالقاعده ديوه مهم قوماندان سيد المصري دوژل كيدو خبر وركړى وه.



دپاكستان دهوايي ځواك موټر په بم والوزول شو

پېښور(هېواد خبر):د پيښور په سيمه كوهاټ روډ باندي وښو پل ته نږدي دپاكستان دهوايي ځواك موټر په بم والوزول شو او له امله يي  دڅلورسرتيرو په شمول  څلوارلس تنه وژل شوي  او ديارلس ژوبل شويدي طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه واخست دخبر ترمخه د هوايي  ځواك موټرد بډه بېري له سيمي څخه دپيښور په لور روان وه چي كله  وښو پل ته  ورسيده نو يوه زوروره چاودنه رامنځته شوه او له امله يي مرګ ژوبله وا وښته په بم حمله كښي ژوبل شوي كسان ليډى ريډنګ روغتون او دپوځيانو روغتون سي ايم ايچ ته وليږدول شول دپوليس ترمخه  دهوايي ځواك موټر د ريموټ  كنټرول بم دلاري په نښه كړل شويدي په وژل شوو كښي څلور تنه د هوايي ځواك  كار كوونكي  دي دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين دپيښور په ليډى ريډنګ روغتون كښي خبريالانوته وويل  چي دغه پيښه دهيڅ ډول عملياتو غبرګون ندى بلكه صوبه سرحدله تيرو څو كالو څخه دترهګرۍ څخه مخ دى دامنيت په وړاندي خنډ جوړوونكو سره به قانوني چلند وشي وزير اطلاعات د پيښي دپلټنو لپاره دپلټونكي كميټۍ خبر هم وركړ بلخوا ته د تحريك طالبان پاكستان وياند مولوي عمر دټليفون پركرښه شخصي ټلويزون سره په خبرو كښي دهوايي ځواك پرسرتيرو دبريد مسئوليت  په غاړه واخست او زياته يي كړه چي  دغه يو ځانوژونكي بريد وه.



ناپيژاندو كسانو دپوليسو خالي پوسته په بمونو والوزوله

پېښور(هېواد خبر): د پيښور په سيمه ميترا كښي ناپيژاندو كسانو دپوليسو خالي پوسته په بمونو والوزوله پوليس  وايي چي  دپوليسو  كاركوونكي  دكوهاټ روډ دبم حملي ځاى ته تللي  وو چي پدغه  وخت ناپيزژاندو كسانو د وخت څخه په استفاده كولو سره دپوليسو خالي پوسته په بم الوزولي ده ځايي خلك وايي وسلوالو كسانو په پوسته كښي دري چاودني  وكړي  او د دقلعه شاه بيګ په نوم پوسته په بشپړه توګه  له خاورو سره  خاوري  شوه.



د سرحد اسمبلۍ هم دصدر څخه داعتماد رايي اخستلو په حق كښي قرارداد منظور كړ

 پېښور(هېواد خبر):د سرحد اسمبلۍ هم دصدر څخه داعتماد رايي اخستلو په حق كښي قرارداد منظور كړ غونډه دسپيكر رحمت الله چغرمټي په مشرۍ كښي وشوه او دعوامي نيشنل ګوند پارلمانى مشر بشير بلور دپيپلزګوند ايالتى  صدر  رحيم داد خان، دمسلم ليګ\”ن\”  پارلماني  مشر پير صابر شاه او داپوزيشن مشر اكرم دراني قرارداد وړاندي كړ د قرارداد له مخي پخ 2007 كښي دولس مشرۍ ټاكني   او دوه ځله  داساسي قانون معطل  كولو په شمول نور تورونه لګول  شوي وه دقرارداد په حق كښي  يوسلو اوه اوپه مخالفت كښي يواځي  څلور  رايي  وكارول شوي  ديارلس غړو په رايي اچولو كښي برخه وانخسته په قرارداد كښي له ولس مشر څخه  غوښتنه وشوه چي  ولس مشر دى دقومي اسمبلۍ  او ايالتي  اسمبليو څخه  دباور رايي  واخلي او كه چرته دباور رايي نه اخلي نو پارلمان دي دده مواخذه وكړي دپيپلزګوند شيرپاوغړو هم دقراردا ملاتړ وكړ.



يوي مور دپنځو لورګانو په شمول ژوند دلاسه وركړ

 پېښور(هېواد خبر):په چاسرسده كښي ديوه كور بام راپر يوتو په پيښه كښي يوي مور دپنځو لورګانو په شمول ژوند دلاسه وركړ دخبر ترمخه  دچارسدي په سيمه چوتى پله ته نږدي  محله شيراّباد كښي دباران له امله  ديوه كور بام ناڅاپه راپريوتى اوله امله يوه ميرمن  او دهغي پنځه لورګاني  ووژل شوي په پيښه كښي  دكور مشر ملنګ روغ پاته شويدى خو ځوى يي ژوبل شويدى ځايي خلكو ترخاورو لاندي جسدونه او ژوبل كسان راوايستل  او روغتون ته يي وليږدول.



دپرويز مشرف ورځي شميرل شويدي

پېښور(هېواد خبر):دپا كستان پيپلز ګوند صوبه سرحد ايالتي صدر او ستر ايالتي وزير رحيم داد خان ويلي  دي چي  دپرويز مشرف ورځي شميرل شويدي  ولي چي  پارلمان  د ولس رايوته احترام كولو سره ډير زر  دى له واك څخه  غور ځولو سره  په هېواد كښي دتل لپاره دامريت لاره تړي  تېره ورځ  په پيښور كښي  دمختليفو پلاوو سره دخبرو اترو په ترڅ كښي  ايالتي  وزير  زياته كړه  مشرف يو منتخب جمهوري حكومت  له واك څخه  غورځولو سره له تيرو اتو كالو څخه  ملكى مفاداتو سره لوبي  كړيدي  اوپه نړيواله كچه يي  هېواد ته زيان رسولي دي .