کور / تازه خبرونه / رضا ګيلاني: د مشرف په استيضاح كي د امريكا لاس نسته

رضا ګيلاني: د مشرف په استيضاح كي د امريكا لاس نسته


د پاكستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني د حاكمو ګوندونو په هغه پرېكړه كي چي جنرال مشرف دي پارلمان ته د استيضاح دپاره وغوښتل سي، د امريكا د محتحده ايالاتو لاس لرل رد كړل.
سيد يوسف رضا ګيلاني چي تېره اونۍ د امريكا له سفر څخه را ستون سو، ورسره سم د پاكستان د پيپلز، مسلم ليګ نون، عوامي نيشنل او متحده مجلس عمل ګوندونو په يوه خوله پرېكړه وكړه چي جمهور رئيس مشرف دي د پارلمان څخه د اعتماد رايي واخلي.
د سياسي چارو ډېرى شنونكي په دې اند دي، چي د مشرف استيضاح او امريكا ته د يوسف رضا ګيلاني سفر سره تړلي دي.
امريكا ته د رضا ګيلاني تر سفر مخكي د نوازشريف په مشري د مسلم ليګ ګوند غړو ټينګار كاوه، چي مشرف دي استيضاح او قاضيان دي بيرته پر خپلو دندو ته ستانه سي، خو د پيپلز ګوند ورسره موافق نه و.