کور / راپور / په غزني پوهنتون کي چاودني ګڼ محصلين ژوبل کړي دي چي د ځينو حالت نازک ښودل سوی

په غزني پوهنتون کي چاودني ګڼ محصلين ژوبل کړي دي چي د ځينو حالت نازک ښودل سوی

نن د غزني پوهنتون د دري ژبي ادبياتو په پوهنځي کي چاودنه رامنځ ته سوه چي ګڼ کسان ئې ژوبل کړل.

دغه چاودنه په ياد پوهنځي کي هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله درس شروع وو او ګڼ شمير محصلين په زده کړه بوخت وه.

د غزني د پوليسو وياند احمد خان سيرت وايي، چی په دغه پېښه کي ۱۲ تنه محصلين ژوبل سوي دي چي ځيني ئې ښځينه محصليني دي.

د غزني د روغتون رئیس ډاکټر بازمحمد همت بیا ویلي، چي د پېښې له ځایه دوی ته ۱۵ ټپيان وروړل سوي دي، چي ۱۳ نجوني او دوه نارینه محصلین پکې شامل دي.

د ډاکټرانو په وينا د دريو کسانو روغتيايي حالت نازک دی.

بل خوا د غزني پوهنتون محصلین وايي، چي په یاده چاودنه کي ۱۹ محصلین ټپيان سوي دي.

د پېښي مسؤوليت تر دا مهاله کومي وسلوالي ډلي پر غاړه نه دی اخيستی.

غزني يو له نا امنه ولايتونو څخه دی چي کله کله  د طالبانو بريدونه آن د ښار  څنډو ته هم راورسېږي.