کور / نوميالي / خدايي خدمتګار ارواښادصالح محمدخان مندوخېل

خدايي خدمتګار ارواښادصالح محمدخان مندوخېل

ليکوال:   بشرمل ناصر

د يښتونخوا وطن د ږوب له ښاره دقبلې وطرف ته کلي اپوزى دى چې هلته مندوخيل قبيله اوسېږي او دووه کلي دي چې يو د ساقي او بل دغوباټي په نامه دى چې ددې کلي اوسېدونکې اکثره تعليم لري جې دنارينه ترڅنګ يې ښځينه هم سواداره دي د خويندو له پاره چوپړ وهي چې طبي او ښوونيز برخه کې يې خدمتونه دستايلو دي او ځينه نارينه يې ټهکداري کوي او هريو ښه مسلکي ټهکدار دى دخپل اولاد له پاره يوه ګوله ډوډۍ پيدا کوي په کلي کې خپله شورا لري چې کليوال بسمنه سره اچوي او دغريبانو کليوالو په اولادونو تعليم کوي او دتجارت له پاره دکلي له لوېدلو خلکوسره مرسته کوي چې کله دهغه کاروبارسم شو له هغه وخته ورسته يې بېرته ورکړل شوې پيسې ورکړي ددې کلي ښه يوالى دى چې ډېرې ځمکې يې په ښار کې لرلې او په يوه اتفاق يې خرڅې کړې چې هريوه ته ډېره ځمکه وروسېده ـ دساقې دکلي اوسېدونکى چې دغازي امان الله خان په وخت کې يې د انګريزانو په خلاف له غازي ازميرخان مندوخېل سره ډېره مرسته وکړه ـ چې ملک  دادن اپوزي په نامه و ـ  داپوزي په کلي کې يو بل خداي خدمتګار صالح محمدخان د ملک صاحب خان زوى په 1925عسيوي کال کې په دې نړۍ کې سترګې پرانستې دي ـ دغوباڼي کلي   اوسېدونکى وـ  پلار يې دووه ودونه کړي و او  شپږ وروڼه و ـ  حاجي جلال ، محمدحسن ، صالح محمدخان او محمدقاسم و او له بلې ښځې يې دووه زامن و ـ چې محمد ايوب او محمد يوسف و ـ  دپلار کار يې ټهکداري وه او دځينو وروڼو يې دغه لاره غوره کړه ـ  صالح محمد خان لومړۍ زده کړي دږوب په ښار کې ترسره کړې او ورسته يولسم او دولسم يې په کوټه کې وويل له تعليم سره يې شوق درلود د نورو زده کړو له پاره ګورنمټ کالج لاهور ته ولاړ هلته ته يې زده کړي بشپړه کړې چې په 1950عيسوي کال کې له لاهوره ګريجويشن وکړ او بېرته خپل غوباڼي اپوزي ته راستون شو په کال 1956کې يې په پارليماني ټاکنوکې برخه واخيسته او دپارلمان غړى شو چې په 1958عيسوي کال کې د صنعت او تجارت وزير و ـ چې ډېر ښه کارونه يې وخلکو ته وکړل دخدمت جذبه يې په زړه کې وه او دهغه وخت وزيراعلى عبدالرشيد له ده سره ژمنه وکړه چې دنجونو ليسه به درته منظوره کړم او بيابه يې ستا په نامه کړم خو صالح محمد خان مندوخېل له دې انکار وکړ هغه دنامه تږى نه و دخدمت لېواله و په 1963عيسوي کال کې دږوب ښاروال تېرشوى دى چې دښار له پاره يې ډېر کار کړى و او ښاري خلک ځينې خوشحاله و صالح محمدخان مندوخېل تردې له مخه په سياسي ګوند کې نه و او دخداې خدمتګار خان عبدالغفار باچاخان له سياسي مبارزې متاثره شو په 1969عيسوي کال کې په سياست کې قدم کښېښود دباچاخان په سياسي بهير کې ګډ شو او دخان عبدالولي خان سره ډېره رابطه وه او ټينګې اړيکې يې ورسره درلودې دباچاخان دعدم تشدد مبارزه يې ترخلکو پوري رسوله دنيپ ايالتي مشرپاته شوى دى د ګوندډېر مسوليتونه ور دغاړه شوي و کله چې په 1973کال کې شيرجان مندوخېل دقاديانو په خلاف تحريک وچلاوه په دې کې اوږه په اوږه صالح محمدخان مندوخېل هم و ـ دادختم النبوت تحريک و او په هغه کې شيرجان مندوخيل او صالح محمدخان مندوخيل ونيول شو دقاديانو مرام يې ورشند کړ او ددوئ تحريک رنګ راوړ ـ دسياست له لارې يې دخداي خدمتګار مبارزه  پرمخ وړه او خلکوته يې دباچان دعدم تشدد ويناوي کولې او خلک يې وخپل ګوند ته رابلل چې ترڅو يې دګوند سياسي پله درنه شي د نورو وروڼو په څېر صالح محمد خان مندوخېل نه و ـ  چې ټهکداري ته يې مخه کړې واى هغه ژوند دخان عبدالغفار خان په کاروان کې تېر کړ او له خپله هوډه نه واوښتى ـ او پنځه زامن او درې لوڼه يې وې چې يو زوي يې ټهکدارې و شيرمحمد نومېږي او بل بڼوال دى محمد اکبر او يو محمد اسلم دى چې مشنري لري او اولاد ته روزي ګټې او يو کشر زوى يې پروفيسر محمد سعيد دى چې تکړه ښوونکى دى دسياست په ډګر کې محمد انور دى چې ټول وخت يې سياست ته ورکړى دى او دږوب ولسوالۍ دباچاخان دګوند په مشرانو کې حسابېږي او لوڼو يې يو څه تعليم کړى دى يو لور يې دساينس په څانګه کې ښوونکې ده ، صالح محمدخان مندوخېل سياسي سفرونه هم کول او لوي وطن افغانستان ته هم له تکړه او انقلابي شاعر اجمل خټک صاحب سره تللى و ـ صالح محمدخان مندوخيل دژوند تراخره پورې دخان عبدالفغار خان دګوند وفاداره ملګرى پاته شو او په 2000عيسوي کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او ياد يې تل پاته ـ بادار دي جنتونه ورکړي.

اخذ:

ايډوکيټ صابرخان له ـ  ليکنې
ـ  صابرشاه مندوخيل څخه يوڅه معلومات