کور / راپور / محمود خان: اسلام اباد ته د فضل الرحمن د تګ مخه به نيسم

محمود خان: اسلام اباد ته د فضل الرحمن د تګ مخه به نيسم

د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر محمود خان وايي، چي دی پر خپله هغه ژمنه ولاړ دی چي مولانا فضل الرحمن به د (ازداۍ مارچ) لپاره اسلام اباد ته ولاړ نه سي.

نوموړي ويلي، چي د اکتوبر پر ۲۷ به مولانا فضل الرحمن پرې نه ږدي چي د احتجاج لپاره اسلام اباد ته ولاړ سي.

د جميعت علماء اسلام (ف) مشر فضل الرحمن  ويلي، چي د عمران خان د حکومت پر ضد به د اکتوبر پر ۲۷ به په اسلام اباد کي يو ستر مارچ  پيلوي.

نوموړی وایي، چي د عمران خان په مشرۍ د حکومت پرضد به ئې جګړه جاري وي او ترڅو چي ئې دا حکومت ړنګ کړی نه وي پر کراره به نه کښېني.

فضل الرحمن په اسلام اباد کي خبريالانو ته وويل، چی دی به د اکتوبر په ۲۷ نېټه په اسلام اباد کي د حکومت ضد مارچ پيلوي او وروسته به د پاکستان نورو ښارونو ته هم دا لړۍ غځوي.

نوموړي زیاته کړه دوي د اسلام اباد د لاريون دپاره تګلاره جوړه کړې او د وخت وخت سره به یې روانه ساتي.

خو وئې ويل، که د دوی د نيولو هڅه وشوه دا به د ادارو او د دوی ترمنځ د د شخړي جوړولو هڅه وي.

د پاکستان پر اوسني حکومت دا نيوکه کېږي چي د پوځ په مرسته رامنځ ته سوی او د خلګو استازیتوب نه کوي او نه هم ملکي حکومت ته ورته دی.

پاکستان دا مهال د سختو اقتصادي او سياسي ستونزو سره لاس و ګرېوان دی، چي عمده لامل ئې ددغه هيواد د حکومت او پوځ د ترهګرو سره پراخ او ښکاره ملاتړ بلل سوی دی.