کور / راپور / حکمتيار: ټاکني د بحران سره مخ سوي او په حلولو کي ئې مرسته کوم

حکمتيار: ټاکني د بحران سره مخ سوي او په حلولو کي ئې مرسته کوم

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار وایي، چي په  ولسمشريزو ټاکنو کي پراخي درغلۍ سوي دي او ددې موضوع د حل لپاره ئې د ولسمشريزو ټاکنو له نوماندانو سره سلا مشورې پيل کړي دي.

حکمتيار چي د اسلامي عدالت او سولي ټاکنيز ټيم مشر هم دی  ويلي، چي چې تېرې ټاکنې بحراني شوې دي. هغه وايي حاکمو ټیمونو راسره سلا مشورې پيل کړي دي او له ما يې غوښتي ديچې د دغه بحران په حل کې ورسره مرسته وکړم.

هغه ويلي چي ټول کانديدان بايد ددغه بحران په مخنيوي کی سره يو سي او په له منځه وړلو کی ئې کار وکړي.

حکمتيار له دې وړاندي هم ويلي وه، چي په ټاکنو کي درغلۍ سوي دي. خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون وايي، چي د مخکنيوهغو  په پرتله دا ټاکني شفافي وې.

د ڼاکنو کميسون وايي، چي ستونزي سته او کېدای سي د ستونزو د څېړلو په خاطر د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلي د ټاکلي مودې څخه وځنډېږي.

ياد کميسون له نوماندانو غوښتي چي د ټاکنو د پايلو لپاره دي پر دوی زور نه اچوی او د حوصلې څخه دي کار واخلي.