کور / د ډيورنډ کرښه / کوزه پښتونخوا دوکۍ کي د پوليسو د تشدد پرضد احتجاج روان دی

کوزه پښتونخوا دوکۍ کي د پوليسو د تشدد پرضد احتجاج روان دی

د کوزي پښتونخوا په دوکۍ کي وروسته له هغه احتجاجونو زور واخيست چي کله پوليسو پر ولسي خلګو ډزي وکړې او څلور کسان ئې ژوبل کړل.

ولسي وګړو په دوکۍ کي  د د زمان روډ په مهم چوک کې د جوړېدونکي دېوال پرضد احتجاج کاوه چې مرستیال کمېشنر مهران بلوڅ هلته راغلی، خلګو ته ئې سپکي سپوري وويلې او وروسته ئې ډزي وکړې، چي څلور کسان ئې ژوبل کړل.

ددغه ډزو او تشدد ويډيو پر خواله رسنيو هم خپره سوه او د خلګو لخوا دا تشدد سخت وغندل سو.

اوس په دوکۍ کي د سياسي ګوندونو مشرانو دا پرېکړه کړې چي ترهغو به ددوی احتجاج روان وي، ترڅو چي د پوليسو پرضد مقدمه نه وي درج سوی او ددوی غوښتني نه وي منل سوی.