کور / اقتصادي / چين د عمران خان سفر: د کشمير او ايغور په هکله د پاکستان دوه متضاد دريځونه

چين د عمران خان سفر: د کشمير او ايغور په هکله د پاکستان دوه متضاد دريځونه

امريکا د چين پر ۲۸ کمپينو له دې امله بنديزونه ولګول، چي په ايغور کي د چين حکومت د مسلمانانو ځپل بند کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، پر چینايي کمپنيو ئې له دې امله بنديزونه لګولي، چي په ايغور ايالت کي د چين د حکومت لخوا د مسلمانانو ځپل نه سي منلای.

چين د امريکا دا ګام غندلی دی او ویلي ئې دي، چي دا د امريکا لخوا د چين په کورنيو چارو کي ښکاره لاسوهنه ده.

دا چي د امريکا او چين ترمنځ په ښکاره د ايغور مسلمانانو د ځپلو په تړاو اقتصادي کشمکش نور هم زيات سوی دی، په ورته مهال د پاکستان لومړي وزير عمران خان چين ته سفر کړی او هلته ئې د کشمير په هکله د چيني چارواکو سره کتلي دي.

کارپوهان وايي، چي د عمران خان لخوا د چيني چارواکو سره د کشمير په تړاو خبري کول او د ايغور  مسلمانانو له حالت څخه ځان نه خبرول د پاکستان حيثيت ته نور هم زيان رسولی سي.

په چين کي د عمران خان او د هغه هيواد د چارواکو ترمنځ د ايغور مسلمانانو په تړاو هيڅ هم نه دي ويل سوي او هلته پر مسلمانانو د ظلمونو په تړاو پاکستانۍ ميډيا هيڅ هم نه وايي.

عمران خان له دې وړاندي هم پر نړيوالو ږغ کړی وو، چي د کشمیر په مساله کي دي ددوی مرسته وکړي، خو داسي برېښي چي نړيواله ټولنه د کشمير موضوع ته د هند د کورنۍ مسالې په توګه ګوري.