کور / راپور / ملي امنيت وايي، د هند نيمه لويي وچي لپاره مو د القاعدې مشر وژلی دی

ملي امنيت وايي، د هند نيمه لويي وچي لپاره مو د القاعدې مشر وژلی دی

د ملي امنيت رياست وايي چي دوې اونۍ وړاندي ئې د هلمند په موسا کلا ولسوالي کي د القاعدې ډلې يو مشر عاصم عمر وژلی دی.

د ملي امنيت رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي عاصم عمر د هند نيمه لويي وچي لپاره د القاعدې ډلي مشر وو او د هغه بمبار په نتيجه کي ووژل سو چي دوې اونۍ وړاني ئې د هملند په موسا کلا ولسوالي کي وکړ.

خو ځايي خلګ وايي، چي په موسا کلا کي  دوې اونۍ وړاندي الوتکو د واده پر مراسمو بمبار وکړ، چي ګڼ ملکي کسان ئې ووژل.

افغان حکومت هغه مهال هم ويلي وه، چي په دغه عملياتو کي ئې د القاعدې شبکې څو مهم قومندانان وژلي دي او د ملکي کسانو د مرګژوبلي خبرونه ئې هم منلي وه.

طالبان د افغان حکومت د وروستۍ ادعا په غبرګون کي وايي، چي په موسا کلا کي د القاعدې شبکې هيڅ غړی نه دی وژل سوی، بلکي يواځي هغه ملکي کسان وژل سوي چي د واده په مراسمو کي ئې ګډون کړی وو.