کور / اقتصادي / د ممبۍ په ستر سوداګريز مارکېټ کي د افغاني محصولاتو مرکز پرانستل سو

د ممبۍ په ستر سوداګريز مارکېټ کي د افغاني محصولاتو مرکز پرانستل سو

نن سهار مي د ممبۍ په یوه لوی سوپرمارکېټ (Foodhall) کي د افغاني محصولاتو څانګه پرانیستل سوه.

ددې څانګي د پرانستي لپاره په هند کي د افغان سفارت چارواکو ګډون کړی وو.

تر دې مخکي د افغاني محصولاتو اوله څانګه د هند په SPARS Supermarket کي پرانیستل سوې وه، او هلته زموږ د محصولاتو/تولیداتو تود هرکلی وسو.

د CHAMP-USAID په مالي ملاتړ د څو پرلپسې نندارتونونو، د افغان او هندي تاجرانو په خاصه توجه دا زموږ دوهمه لاسته راوړنه ده، چي نور به زموږ د خواریکښو بزګرو د لاسونو د تڼاکو ګټه تر بل هر چا اول خپله دوئ ته رسیږي.

په Foodhall  مغازه کي زموږ باکیفیته محصولات د Nature Best- Made in Afghanistan تر عنوان لاندي تر لاسه کېدایسي، تازه مېوه، جوش، وچه مېوه..او نور محصولات په فووډهال کي میسر دي.

زموږ ټولو تاجرانو او خواریکښو بزګرو ته دي مبارک وي.

د بسیا افغانستان په هیله

نسیم شریفي

ممبئي- هند