کور / اقتصادي / د ممبۍ په ستر سوداګريز مارکېټ کي د افغان محصولاتو څانګه پرانستل سوه

د ممبۍ په ستر سوداګريز مارکېټ کي د افغان محصولاتو څانګه پرانستل سوه

نن د هند په ممبۍ ښار کي د افغان محصولاتو لپاره يوه څانګه پرانستل سوه ، چي پکي به افغاني تازه اووچې مېوې  بازار ته وړاندي کېږي.

دا څانګه د (چيمپ – يوسايډي) نومي ادارې په مالي مرسته د ممبۍ په (فوډ هال) نړيوال سوداګريز مرکز کي پرانستل سوه.

په ممبۍ ښار کي د افغانستان جنرل کونسل نسيم شريفي چي ددغه څانګي د پرانستي لپاره (فوډ هال) نومي سوداګريز مرکز ته راغلی وو وويل، د افغان محصولاتو د څانګي پرانستل به د افغان سوداګرو او بزګرانو سره دا مرسته وکړي، چي ګټه وټه به ئې په مستقيم ډول هغوی ته رسېږي او د بازار موندني په برخه کي به افغاني توکي او مېوې د افغانستان په نوم نړيوال بازار ته لار ومومي.

ښاغلي شريفي وويل: “د افغان او هندي تاجرانو په خاصه توجه دا زموږ دوهمه لاسته راوړنه ده، چي نور به زموږ د خواریکښو بزګرو د لاسونو د تڼاکو ګټه تر بل هر چا اول خپله دوی ته رسیږي.”

له دې وړاندي د افغاني محصولاتو لومړۍ څانګه د هند په (سپارس ) سوداګريز مارکېټ کي پرانستل سوې وه.

وړاندي به تر ډېره افغانۍ تازه او وچي مېوې د پاکستان له لاري اروپايي او عربي هيوادونو ته د پاکستان په نوم تللې او ډېر وخت به د تازه مېوو پر موسم پاکستاني چارواکو افغان سوداګرو ته ګڼي ستونزي ايجادولې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، چي اوس ترډېره نړيوالو بازارونو ته افغان توکي د افغانستان په نوم ځي او د ټرانزيټ په برخه کي لا ډېر کار ته  اړتيا سته او دوی هڅه کوي چي د هيواد باغوانان او سوداګر په مستقيمه توګه نړيوال بازار ته لار پيدا کړي.