کور / راپور / د ټاکنوکميسون: د رايو شميرلو پروسه شفافه ده، لومړنۍ پايلي به پر خپل وخت اعلان کړو

د ټاکنوکميسون: د رايو شميرلو پروسه شفافه ده، لومړنۍ پايلي به پر خپل وخت اعلان کړو

د ټاکنو خپلواک کميسون وايي، چي د رايو شمېرل په شفاف ډول ترسره کوي او پر ټاکلي وخت به لومړنۍ پايلي اعلان کړي.

د ياد کميسون مشرتابه پلاوي نن د يو خبري کنفرانس له لاري د ولمسشريزو ټاکنو د پايلو راټولولو په هکله وروستي مالومات د خلګو سره شريک کړل.

د کمیسیون غړي ښاغلي اورنګزیب د پایلو راټولولو په هکله وويل، چي دا  بهیر شفاف دی او پر ټاکلي وخت به ئې پايلي اعلان کړي.

نوموړي وويل:” تر اوسه د ۲۲۴۴۵په شاوخوا کي د پایلو ډیجیټلي فورمونه د پروسس په موخه مرکزي سرور ته لېږدول سوي، همدارنګه له ۲۸۰۰دستګاوو نه د رایه ورکوونکو ټول بایومتریکي اطلاعات چي د تذکرې او څېرې عکس، د ګوتې نښه او نور مالومات پکي شامل دي، دغه مرکز ته انتقال سوي دي.”

له دې وړاندي هم د ياد کميسون مشري حوا عالم نورستانۍ ويلي وه، چي پايلي به پر ټاکلي وخت اعلان کړي، خو له نوماندانو څخه ئې وغوښتل چي د پايلو تر اعلان پوري له زغم څخه کار واخلي.

آغلي نورستانۍ ځيني نوماندان په دې تورن کړي وه، چي پر دوی باندي د پايلو ژر اعلانولو فشار اچوي او وايي، چي بايد نوماندان له دې کار څخه لاس واخلي.

د رواني میزان مياشتي پر ۶ نېټه د افغانستان ولسمشريزي ټاکني وسوې چي د پخوانيو هغو په پرتله پکي د خلګو ګډون پيکه وو.