کور / راپور / جميعت علماء اسلام: د (ازادۍ مارچ) لاريون کي د جنسې پېښو احتمال سته، ماشومان به ګډون نه کوي

جميعت علماء اسلام: د (ازادۍ مارچ) لاريون کي د جنسې پېښو احتمال سته، ماشومان به ګډون نه کوي

د پاکستان جميعت علماء اسلام (ف) وايي، چي د (ازادۍ مارچ) په نوم لاريون کي به ددوی سره د ۱۸ کلونو کم عمره ځوانان ګډون نه کوي، ځکه د جنسي پېښو شونتيا ډېره ده.

د جميعت علماء اسلام يو مشر مولانا عبدالغفور حيدري وايي، چي په دغه مارچ کي به تنکي ځوانان ګډون نه کوي، ځکه کېدای سي چي د نورو ګډونوالو جنسي غريزه راپورته کړي او کومه اخلاقي پېښه رامنځ ته نه سي.

نوموړي په اسلام اباد کي يوه خبري کنفرانس ته وويل، چي په ځينو لاريونونو کي پر ماشومانو  جنسي تېری سوی او دوی نه غواړي چي ددوی مارچ په همدې کار باندي بدنام سي.

پاکستان په نړۍ کي يو له هغه هيوادونو دی چي پکي د ماشومانو جنسي ځورونه پکي اوج ته رسېدلې ده.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د اکتوبر پر ۲۷ په اسلام اباد کي د ( ازادۍ مارچ) په نوم د يو لاريون خبرداری ورکړی دی، چی د عمران خان د حکومت پر ضد به احتجاجونه کوي.

خو د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر محمود خان ويلي، چي مولانا ته به اجازه ورنه کړي چي اسلام اباد ته ولاړ سي او لاريون وکړي.