کور / د ډيورنډ کرښه / په پېښور کي پر افغان مارکېټ دافغانستان ملي بيرغ بیرته ورپول سو

په پېښور کي پر افغان مارکېټ دافغانستان ملي بيرغ بیرته ورپول سو

په پېښور کي د افغان حکومت ( افغان ملي بانک) ملکيت، چي په افغان مارکېټ پېژندل کېږي، د ځمکي د مافيا او غاصبينو لخوا ورباندي دعوه کړې وه، تېره شپه يې په سلګونو پاکستاني پوليسو او حکومتي چارواکو په غيرقانوني توګه له هټيوالو څخه د ځمکي د غصب و مافيا ډلي ته د سپارلو کوښښ وکړ، د افغان مارکېټ دوکانونو ته ئې قلفونه واچول او د مارکېټ له سره ئې  افغان ملي بيرغ راکښته کړ.

د پاکستاني پوليسو او حکومتي چارواکو دا چاره له ټولو نړيوالو اصولو او ډيپلوماټيکو عرفونو سره په ټکر او د افغان ملي نښان ته سپکاوی دی.

افغان لوی سفير ښاغلي شرالله عاطف مشعل او ورسره ډيپلوماټانو د همدې لانجې د هواري او څېړلو په موخه نن له غرمې وروسته پېښور ته سفر وکړ. په دې تړاو ئې د رسنيو د استازو پر وړاندي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دريځ روښانه او افغان ملي بيرغ ئې بيرته د ياد مارکېټ پر سر ورپاوه.

ښاغلي مشعل د رسنيو سره په خبرو کي وويل، چي دې چاري ته بايد د افرادو ترمنځ نه، بلکي د دولتونو ترمنځ ديوې مسئلې په توګه وکتل سي.

ښاغلي مشعل وويل، چي که چيري د پاکستاني چارواکو لخوا بياځلي دا ډول کړنه تکرار سي، افغان حکومت به په پېښور کي خپله کنسولګري  د اعتراض په توګه وتړي.