کور / تازه خبرونه / د امربالمعروف مشر ووژل سو

د امربالمعروف مشر ووژل سو


د خيبر ايجنسي په باړه سيمه كي د پاكستان د امربالمعروف او نهي عن المنكر مشر حاجي نامدار په يوه وسله وال بريد كي ووژل سو.
د دې ګوند غړي وايي نوموړى نن سهار په خپل دفتر كي ناست و چي يو وسله وال تن ورغلى او ډزي يې ورباندي وكړې.
د امربالمعروف غړي وايي قاتل يې پر هغه ځاى نيولى او د همدې سيمي اوسېدونكى دئ.
حاجي نامدار نيژدې پنځه كاله مخكي په خيبرايجنسي كي د امربالمعروف او نهي عن المنكر په نامه ګوند جوړ كړ، چي مرام يې په سيمه كي د اسلامي شريعت نفاذ او د سولي او امنيت ټينګښت و.
پر حاجي نامدار باندي تور لګېدلى و چي د القاعدې شبكې سره هم لاس لري، خو د نوموړي ګوند چارواكو دا تورونه لګول.