کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / تېرېدل سيال ته دلاري پرانيستل دي

تېرېدل سيال ته دلاري پرانيستل دي

وايي په دوبي کښي  یو وه ورځ  يوسړۍ دوني تر سيوري لاندي پر وت ؤ پر نس ئي مار تير شو،چيغه ئي کړه ،دهغه وبغل ته يوبل سړئ  هم پروت ؤ،هغه ددغه سړي نه پوښتنه وکړه، خيريت دي وروره ،هغه بل ورته وويل بلي خيريت دئ ، پر نس مي مار تيرشو،دابل سړي ورته وويل وئي خوړي ؟هغه په ځواب کي ورته وويل نه ،وئي نه خوړم ،نودابل ورته وويل ولي دي دومره چيغه وکړه . هغه ورته وويل وروره پدي پوه يم چي مار ونه خوړلم ،خوپردي ډارېږم  چي لار به ئي داغه شي يوه ورځ به مي وخوري .


اوس هغه حال دی ټول هيواد وال خبردی چي پدي ورستيودريو کلنو کښي  دايران په پټه اوښکاره لمسونه اوهڅونه  په افغانستان کي يوڅو دګوتو په شمير کسانو دواړي پښي په يوه موزه کي اچولي او وايي حتمی بايد فارسي تر مينالوژي په افغانستان کي مروجه شي ،دافغانستان نوم بايد په خراسان بدل شي ،ځيني ئي ددموکراتيکو اصطلا حاتوله بي ځايه استعمال نه په استفادي سره غواړي دفدراليسم په نامه دايومټی افغانستان چي دميليونوغيرتي افغانانو دسر په ارزښت ساتل  شوی ټوټه ټوټه کړي ،ځيني ئي په ډيره سپين سترګۍ پښتانه دقبيله ګرا،قبيله سالار اونوروسپکو نومونو يادوي ،ځيني  پېژندل شوي کسان ئي بيا په زياته بي شرمۍ سره  کله دلوي احمد شابابا سپکاوی لپاره دروغجني ليکني  کوي اوغواړي  پښتانه راتحرک کړي تر څوله دوي سره پدغو مردارو اوبوکي ودرېږي اوله دي لاري په افغانستان کي قومی بي اتفاقيوته لمن ووهی . بله  بهرنۍ لاسپوڅی اوښکاره بېلتون غوښتونکي اوپښتنو دښمنه څيري دومره جرأت پيدا کړ چي دافغانستان دخپلواکي دلاري ملي قهرمان اوستر ملي شخصيت اعلحضرت امان الله خان ته سپکي سپوري ووايي ،چي دنېکه مرغه دافغانستان دټولو قومونولخوا دنفرت په سترګه ورته وکتل شوه اولعنت پر وويل شو.داپلورل شوی کسان ديوي وړي خبري نه دايران اونوروافغان دښمنوپه هدايت لويه خبره جوړه اوډول ته لرګۍ واچوي چي له دوي سر ظلم شوی ،ښه بېلګه ئي دمحقيق ،خليلي اوخرانسانيانولخوادبهسودواوپر کوچيانو باندي دنارواله مخکي تنظيم شوی حملي مسله ده ،چي تر اوسه  دښاغلي کرزی دضعيف سياست پر بنياد دارګ په دفتروکي پورته کښته کيږي . محقيق چي نور ئي په خپل قوم کښي اعتبار دلاسه ورکړی او ټول هزاره وروڼه ئي دسر په سترګوګوری  اوپري خبر دي ،له هغه ورځی چي په ايران کي داخوندي استخباراتوپوسيله  په ايران کي دشعيه مذهبوتنظيمونوپه ليکوکښي د ايران په ګټه فعاليتونودپيل لپاره  وګمارل شوبيا تردي دمه چي دبن په کنفرانس  کي دايران په وړانديز دخليلي  سره يوځاي دموقتی اداري ،عبوري اوله هغه نه وروسته خليلي دجمهوررييس دمرستيال مقام اومحقق ته دوکلي مقام ورسېدل اوتر اوسه  ايران تر خپل سياسي چتر لاندي ساتلي دي . محقيق اوخليلي دواړو دهزاره ورڼولپاره کوم ګټورکار ندئ کړی  ؟  دروغجن اعتصاب ئي اعلان کړ ، اوديوژورناليست سره په خبروکښي ئي څرګنده کړه چي اي هزاره ورڼوزه پښېمانه يم چي تاسوته مي وويل وسله پر مځکه کښېږدی . اوس نوتاسو وګوري که يوڅوک وجدان ولري نوداڅوټکي دي تحليل کړي اوقضاوت دي وکړی .


محقيق دهزاره وروڼوسره بېله پر دوي باندي دسياسي سوداګری نه بله کومه خواخوږي نلري .دهغوي سره دخوا خوږئ په نامه ميليارددر شو،خوپه مقابل کښي په سلهاوزره هزاره وروڼه  دلوږي ژوند دلاسه ورکوي  . زه دانه وايم چي ديوشمير نوروپټو اوښکاره انجوګانودمشرانوغوندي  دي دولت  دوبله کړي ،خودايل کيږي چي ولي ئي هغه وخت اعتصاب نه کاوه چي په ميليونوانسانودخوراکي موادودکمښت اونه شتون له امله واښه خوړل ؟ ولي ئي دده پشان يوشمير کسانوته ونه ويل راشۍ دخپلي سرمايي  پنځه په سلو کي راټولي  اوخوراکي موادپري وپلورو  خلکوته ووېشو ،که ئي داکار کړئ واي  له يو خوابه يونفر هم وږۍ  نه واي پاته شوئ اوله بل خوابه ټولو افغانانوته دقدر وړ واي خودوي اودده پشان نورتنظيمي رهبران چي نه ئي دذکات اونه ئي دخيرات  خبر شته داکار نه کوي په مقابل کي څومره چي ئي وسه وي دخلکو ويني ځبېښي.


ولي هغه وخت اعتصاب نه کوي چي پر بېګناه خلکو،ودونواوکورونودبهرنيو ځواکونوړانده ګزارونه کيږي اوپه لسهاو بي ګناه معصوم انسانان لوي او واړه خپل ژوند دلاسه ورکوي  .


دنوموړي دخپلو خبروڅخه داله ورايه څرګندېږي چي محقيق صاحب دملت دخير غوښتني اوسولي دتامين په خاطر خپلو څونوکرانوته ندي ويلي چي وسلي د ډي ډي آر پروګرام پلي کونکوته تسليم کړی ،بلکه هلته دوسلوسوداګری وه.


اول :  داچي هغه زاړه کلاشنکوفونه اودانپور توپک نور داستعمال وړنه وه دخلکونه ئي په وه قيمت اودډي ډي آر دپروګرام پر پلي کوونکوئي بياپه بل قيمت وپلورل .اوداستعمال و وسله ئي تر اوسه ساتلي اوداهغه وسله ده چي په پټو سلاکوټونو کي دهمد محقيق په خبره براي يک روزي مبدا چيزي بايد داشت باشيم له سلاکوټ نه را وايستل شوه اوخپلو نفروته ئي پر کوچيانو باندي دوسله والي حملي لپاره ورکړه . پدي حمله باندي دباميان ،وردګو اوبل کوم ځا ي هزاره عوام ورڼونه هيڅ وخت نه دی خوښ . دائي بس دی چي دتنظيمودرهبرانو دسياسي موخولپاره يود بل په سروکي ميخ ټکوهل کېده اوياپه کانتينروکي سوځول کېده . دکابل په ښارکي دتنظيمي جګړوتاريخ دي مراجعه وسي .


دوهم . پدي څو زنګ وهلوټوپکووئي بهرنيان  خوشحاله کړه ،اوځانته یي له حد نه زيات امتيازات  ترلاسه کړل .


مګردایي  بياهيره نه وه  چي پسرلۍ رانږدي  شو،کوچيان خپلو عنعنو ی مېنوته  راځي دکابل په ښارکي ئي يوپه بل پسي پټی غونډي جوړي کړي اودوسله والوډلو دجوړېدوپرېکړه ئي وکړه مخ کي له دېنه چي کوچيان سيمي ته ورسېږي پر هغوي وسله واله حمله وشول .پايله داشوه چي په افغانستان اوله افغانستان څخه بهر بيلتون غوښتو نکواوپښتنو دښمنوپر خلاف نارواتبليغات پيل شول ،بېګناه کوچيان کله دطالبانو اوکله دپاکستانيانو په نامه تبلغ شوه چي دنيکه مرغه کوم ځاي ئي ونه نيوئ . اوس خلک  دادپيسو په مقابل کښي دپردو مبلغين ښه پېژني ،په خبرو اوتبليغاتو ئي نورباور نه کوي  .


اياداګټورکاردی چي ددوي يوشمير نالوستی کسان دخپلو اوايرانی اخوندانو دسياسي موخولپاره دپښتنو سره  دښمنۍ ته ورودانګلوته هڅوی ؟ فکر کوم ليونۍلاهم پدي پوهېږي چي دپښتنو سره دښمني سرته رسول دهر چالپاره ناشونۍ کار دی اوداارمان به هغه څوک ګورته يوسي چي غواړي پښتانه ئي نوکران  وي . خوپښتانه پدي هم پوهېږي چي داخبري دلږکيو قومونو درښتيانيو استازيو نه دي دا سياسي اوسرګردانه سوداګردی چي هر څه ځيني ورکه ده ،اوبو وړي غوندي هر څه ته لاس اچوي ،ځکه نودعکس العمل  پر ځاي ورباندي خاندي او حوصله ورته کوي . مګر کله چي اساسي مسله وي اوپدي پوه شي چي دښمن ئي دشاله خوا په ټوپ ولي ،بيانودومره بي غيرته ندی چي چوپه خوله پاته شي اويادخپل حق نه دفاع ونکړی.دا داستان اوږدی  پر خپل وخت به ئي ګورو.


خو راځو دپوهنتون  اوپوهنځی مصطلحاتومسلي ته .


دي بي سي  دخبر له مخي پرون داګست پر ۱۱ مه يوځل بيا دافغانستان په ولسي جرګه کښي د پوهنتون او دانشګاه د مصطلحاتو دکاروني پرموضوع تر تود بحث نه وروسته يوځل بيا يوه ځانګړي کميسيون ته حواله کړه .نږ دي دري مياشتي کيږي چي د افغانستان ولسي جرګه د دغه هېواد د لوړو زده کړو پر قانون کارکوي .


د لوړو زده کړو په دغه قانون کي د پوهنتون او پوهنځي نومونه په خپل حال پاتي شوي ،چي همدي موضوع د جرګي د وکيلانو ترمنځ ناندرۍ راپارولي او دجرګي استازي يي سره وېشلي  دى  . 



موږ ټول حيران پاته يو چي ولي په پارلمان کي يوشمير وکيلان پدي نه پوهېږي چي دغه اصطلاحات له ډير پخواپه دري ژبوکښي منل شوی دي ، اوله بلي خواکه دايران ګټي نه وي نوبياولي ديوه داسي وزارت قانون چي دزرګونو ځوانانو برخليک په هغه پوري اړه لري يوازي  دافغان دښمنو اوايراني اخوندانو دخوشحالونکو دسرټمبه ګيوله مخي دري مياشتي ځنډول کيږي ؟


په خبرکي داهم راغلي چي يو شمېر وکيلان غواړي د پوهنتون او پوهنځي ترڅنګ فارسي کلمي (دانشګاه او دانشکده) هم په دغه قانون کي ځاى کړي .


موږ ټول افغانان لدي سره مخالف يوځکه پدي حرکتوکي علمي هڅي نه سياسي اوپښتودښمنه موخي نغښتي دي . هغه اصطلاحات چي داپنځوس اوياتر هغه زياتو کلوراپدي خواکارول شوی دي  اوس هم بايد وکارول شي. دهيچالپاره دادمنلو وړنده چي زموږ په هيوادکي ايراني اصطلاحات رواج ومومی . پردي خبره در ي کاله بحث شوی اوټولوته څرګنده شوېده چي چي موږ دري ژبه په ايرانی فارسی نشوبدلولاي  . موږ پد تر هرچاښه وهېږو چي ددغوتلاښونو وشاته ايران کومي موخ لري  اوڅومره ددوست په جامه کښي موږته دښمنۍ رازېږوی . که پاکسان زموږ سره ديورنډ پر کرښه اونورو مسايلو اختلاف لري نو ايران هم تر پاکستا زموږ سره دايراني هژمونيزم  دسياست دپلي کېدو اوټوله سيمه دخراسان ياايران کبير،اويافارس  کبير په نوم يادول اوياتر خپل تاثر لاند راوستل موږ ته دمنلو وړنده .داايرانی اخوندان  دافغانانوسره دهيڅ ډول د صادقانه دوستۍ علاقه نلري . همدا اوس په ايران کي تر پښتنوله  هزاره ورڼوسره دومره نارواکيږي چي دهيتلر ددوران په قاموس کښي ئي م څوک نشي ليدلاي . ددي خبري  دپخلی لپاره داښاغلي ديوي اونۍ لپاره دازادی راډيوورځنيو پروګرامو نواورېدوته رابولم .


ما دلته په سويډن کي له ډيرو هزاره ورنو چي ماته ئي دخپلوکاروپه خاطر مراجعه کړي  اوياورسره کورنۍ اړيکو لرو پوښتنه کړي چي هلته ستاسو سره دايراني چارواکو برخورد څنګه و؟ ددغه سوال په اوريدوسره ماددوي په پاکه څيره کښي دايران په مقابل کښي نفرت اوحساسيت له ورايه ليدلي دي . خومتاسفانه په افغانستان اوله افغانستان څخه بهر په اروپا،امريکا اوکانادا کي يوڅودګوتوپه شمار کسان چي ډر زيات ئي پخوادشوري ډول ته ترهر چا زيات نڅېدل اوځانونه ئي انترناسيوناليستان بلل نن دخپل ژوند ددوام اوخپل ايراني اونوروبهرنيو بادارانوته دخدمت لپاره شپه او ورځ ليکنوته زور ورکړئ اودلږکيوددفاع ډول ئي غاړي ته اچوي اوډنګوي ئي . موږ ديوشمير فارسی ژبو انترنټ ويب پاڼوچي دايران په مالي مرستو نشرات کوي له ورايه وينوچي ددري پر ځاي په ډيره بي شرمۍ سره دفارسی اصطلاحاتو،دورځو اومياشتو نومونه استعمالوی  . په تيرو کلو ک ئي داکار په دير احتياط کاوه خو اوس چي په ملک کښي سياسي اوپوځي حالات کړ ېچن شوی دوي ته هدايت شوی چي ملت له خوږګوته ونيسي اودايراني اصطلاحاتو اوتر مينالوژی درواجولو لپاره په افغانستان کي دلږکيو قومونودکلتوري حق ددفاع ترنامه لاندي خپل فعاليت ګړندۍ کړي .


موږ دپارلمان دهغو وکيلانو نظر تائيدوو چي وايي د پوهنتون او پوهنځي نومونه په اساسي قانون کي هم په همدي ډول ياد شوي اوبايدپر خپل حال پاته شي . دغه ښاغلي  وکيلانوته چي وايي د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په کتو نه ښايي چي پر دا ډول موضوعاګانو بحث وشي . په ډاګه وايوچي څه وخت بايد پردغو مسلو بحث وسي؟ اودابحث چاراپورته کړئ دی؟ فکرکيږي چي بحث هغوراپورته کړی چي دپښتوسره دښمنی لري اوغواړي منل شوي ترمينالوژي دايران اوايراني اصطلاحاتو په ګټه واړه وي ، اويالاقل دقانوني مراجعو له لاري داستعمال حق ورته واخلي . پدي بايد هر سړۍ پوه وي چي پښتانه  همدا اوس هم پدي خوښ نه دی چي په ټولودولتی  اوغير دولتي اداروکي پښتو بېګانه اوداستعمال  ژبه نه ده . اوپښانه داپه ډاګه وايي چي پدي کار کي تر ټولو وړاندي ولسمشر اوبيانوروټولو هغو دولتي چارواکو خيانت کړئ کوم چي مورنۍ ژبه ئي پښتو ده . پښتانه ددي ملک غوڅ اکثريت دی  ژبه ئي هم بايد رسمی اوپه ټولودولتي اوغير دولتي ادارو کښي داستعمال دلومړي توب حق ولري .


موږ پښتانه اونور قومونه هيڅ ډول تربګنيوته لمن نه وهو. پدي پوره باورلروچي داهمدا څودګوتوپه شمار کسان دی چي دايران په خدمت کي تر هرڅه تيردي . موږ دټول افغانستان ميشتو قومونو اوژبو حق ته په درنه سترګه ګورو،درناوی ئي کوو اودپياوړتياپلويان ئي يو. خوداحق هم لرو چي خپله ژبه ،کلتور اوهيواد دکلتوري بلواګروله يرغل نه وساتو. په پارلمان کي پر ټولو هغو وکيلانو غږ کوو چي دايراني اصطلاحاتو داستعمال داجازي په مقابل کښي بايد ديوه متعهد افغان اواستازي په توګ ودرېږي ،پري نږدي چي داوطن دپردواودپردو دنوکرانودهوسونو قرباني شي اوياپه هيوادکي زموږ نالوستۍ ولس  په يوه اوبل نامه يودبل پر پر خلاف راوپارول شي اوخپل مينځی دښمنۍ راپيدا کېدوته لمن ووهي  . که پدي مسايلو کي ودي پردو پرستو ته حوصله  اوتېرۍ وشي ددوي لار همدا کيږي ،داهغه کسان دي چي وايي يوځل نوک ځاي بياسوک .


د لراوبر افغان ولس ديووالي اوبسياژوند په هيله . پاي