کور / علمي / علم او مينه هېوادونه جوړوي!

علم او مينه هېوادونه جوړوي!

ليکوال: ح، حقوېش

په عکس کي چي کوم کس وينئ دا د ایرو سپیس سائنټسټ، سیټیلائیټ انجینئر، ډاکټر کیلا سواډیوو سیوان دى. چي دا وخت د هندوستان د سپیس ریسرچ سینټر مشر دى. د خلائي تحقیق په ډګر کي ياد کس تر دې وخته په خپل شخصي همت 104 سیټیلائیټ (سپوږمکۍ) هوا ته پورته کړې او نړيوال وياړ يې خپل کړى. دا کس په 1957ز کال کي تامل ناډو ايالت کي د يوه غریب بزګر په کور کي دې نړۍ ته سترګي پرانستې، او د تامل ناډو په يوه ليري پرته سيمه کي يې په تامل ژبه په يوه ښوونځي کي زده کړې وکړې. دا د خپل کلي بلکې د خپلي سيمي لومړنى کس وو چي د B. Sc تر کچي يې لوړي زده كړې وکړې. خو د خپلو زده کړو تر دې مهاله يې د پښو لپاره چمپل هم پيدا نکړل، پلار به ورته ويل زه تاته يوازي درې وخته ډوډۍ درکولى شم، نور هرڅه به ته خپله کوې. ده له مزدورۍ سره سره په 1980ز کال کي د مدراس انسټیټیوټ آف ټیکنالوژي څخه د انجینئرنګ ډګري ترلاسه کړه، بيا بنګلور ته ولاړى او د انډین انسټیټیوټ آف سائنس بنګلور څخه يې په 1982ز کال کي خپله ماسټري بشپړه کړه، بيا يې په 2006ز کال کي د انډین انسټیټیوټ آف ټیکنالوژي مومبئي څخه په ایرو سپیس کي خپله ډاکټري بشپړه کړه، اوس مهال له امتيازاتو برخمن دا سائنسدان په هندوستان کي د سپیس ریسرچ سینټر مشر او سپوږمۍ ته د لېږدونکي تحقیقي بېړۍ پروګرام انچارج دى. ددې کس په مشري څه وخت مخکي د هند د فضایي څیړنو ادارې يوه فضایي بېړۍ سپوږمۍ ته ولېږله چي سپوږمۍ ته په دوه کیلومټرۍ کي ورکه شوه د هغې فضایي بېړۍ سره يې ټول تماسونه قطع شول چي سپوږمۍ ته یې استولې وو. هيڅ دا ورته څرګنده نشوه چي ياده فضایي بېړۍ لویدلې او یا نده توانیدلې چي په بریالیتوب سره په سپوږمۍ کي کښیني. سپوږمۍ ته ددې فضایي بېړۍ استول د 141 میلیونه ډالرو ماموریت وو. د هند فضایي ادارې اعلان وکړ چي دغه ماموریت په سپوږمۍ کي د موجودو منرالونو د ازمایلو لپاره وو او همدا شان هڅه به وکړي چي د سپوږمۍ د سطحې نه د نقشې اخیستلو تر څنګ په دغه کره کي د اوبو منابع ومومي. په همدې برخه کي هند په 2008ز کال کي یوه فضایي بېړۍ د سپوږمۍ په لور استولې وه چي د رادار له لارې یې په سپوږمۍ کي د اوبو زیرمې لټولې.
کله چي ددې کس تجربه ناکامه شوه خپل ولس او وطن ته يې ځان مجرم وباله، ډير خواشينى وو له سترګو يې اوښکي رواني وي. خو خپل ولس دى بيا هم تشويق کړ دې ته يې وهڅوو چي بيا به بريالى شي، ټوله هندوستان اوږه په اوږه ورسره ودرېدو، د هندوستان د دولت غړي او د اپوزيسيون غړو حوصله ورکوله، او د هندوستان ولسمشر نرندرا مودي پنځه دقيقې خپله غېږه کي ټينګ نيولى وو، يوازي يې دومره ورته وويل: “سائنس د همدې تجرباتو نوم دى”.
او د حيرانتيا خبره خو لا دا ده، د يوې دومره لويي ادارې د مشر مياشتنۍ تنخا يو لک هندۍ روپۍ ده،
له دې وروسته په 10سپټمبر د هندوستان خلايي تحقیقي ادارې خبر ورکړ چي سپوږمۍ ته تلونکې سیاره یې وموندله، د وېکرم نومې سیاره د سپوږمۍ د سطحې نه دوه کيلومېټره پورته وه چي په 8 سپټمبر يې ورسره رابطه قطع شوه. دغې توغول شوې د سپوږمۍ په جنوبي مخ د کښېناستلو کوښښ کولو. د انډین سپېس رېسرچ ارګنایزېشن په 10سپټمبر وویل د چندره یان دوهم تحقیقي بېړۍ چي وکرم نوم ورکړل شوی دی د سپوږمۍ په مخ لیدل شوې ده خو مواصلاتي رابطه ورسره نه ده شوې. سپوږمۍ ته تلونکې بېړۍ د وکرم سربای په نوم یادېږي. وکرم سربای د هندوستان د خلايي تحقیق پروګرام باني ګڼل کیږي.
که چېرې وکرم په سلامت ډول د سپوږمۍ په سطح کوز شوي وي نو هندوستان به د امریکې، روس او د چین په صف کې شامل هېواد شي. دا هغه هیوادونه دي چې د سپوږمۍ سطح ته یې سیارې ښکته کړې دي. هند به لومړی هېواد وي چې د سپوږمۍ جنوب اړخ ته يې سیاره رسولې. د سپوږمۍ دغه اړخ د ځمکې نه نه ښکاري.
هندوستان دا مهال دومره پرمختګ کړى چي د نړۍ په هېوادونو کي څلورم ځاى لري، او د پرمختګ ټوله تمرکز يې په نوې ټيکنالوژي دى چي اوسنۍ نړۍ تر هرڅه ورته زياته اړتيا لري. بل هندوان له خپل هېواد سره دومره مينه لري چي د خدمت کولو وخت کي که هغه ته يوازي ګېډه ورډکه کړل شي هم دى پرې قناعت کوي، او خپل کار د هېواد لپاره په ډيري لېوالتيا سره کوي. همدا لامل دى چي دومره پرمختګ يې کړی دى. او يو دومره تعليمياپته کس څومره په ايماندارۍ خپله وظيفه پکښې ترسره کوي. چي هغه هرڅه جبرانه وي ځان خپل ولس ته ملامت ښيي. که هر څوک همداسي وکړي نو ښکاره ده چي د هندوستان په ډول به يو اوږد سفر په ډير لنډ وخت کي رانژدې کړي. که نورو هېوادونو ته وګورو چي هغوى خپل راتلونکى يا خپله بقاه د سيمي په ورانولو کي لټوي، پردي جنګونه په اجاره اخلي هغوى به تل د پرديو په پښو کي پراته وي، خلک به يې د لږ څه لپاره خپل هرڅه پلوري، له دندي وروسته به د اولادونه سره ژوند په نورو هېوادونو کي غوره کړي، نو راځئ چي په خپلو اولادونه تعليم وکړو، هېوادنۍ مينه ور زده کړو نو موږ هم خپل لراوبر هېواد ته په ډير لږ وخت کي ډير څه کولى شو.