کور / شعر / اغزنه لار

اغزنه لار

لیکوال: محمد نسیم مومند

 

د غربي بارکلي په وینا: « زموږ ټول تصورات زموږ په پوهه کې یو علت لري او دا علت مادی نه دی، معنوي دی.»[1] خبر تر دې را یاده شوه، چې یوه ورځ مې په ټولګي کې دوه ساته پرله پسې درس درلود، لومړی سات یې متون و او ورپسې سات یې هم ادبیاتو تاریخ و، کله چې بحث یو څه ډېر شو؛ نو محصلینو په خپلو کې کړل، چې نور به له څه سره مخ کېږو؟ محصلینو به ځکه داسې ویل، چې موږ په لومړي سمسټر کې د پښتو ژبې تاریخ او متونو لرغونې دوره تدریسوله، چې د دواړو تر منځ داسې د منلو وړ توپیر نشته، کوم څه چې په متونو کې وایو، هغه په ادبیاتو تاریخ کې هم لولو.

دا منو چې په دواړو کې متن راغلی او بحث پر متن دی او توپیر یې یوازې په نومونو کې دی، یو یې د ادبیاتو تاریخ لرغونې دوره او بل یې د لرغونې دورې متون؛ خو پر دې به هم سترګې نه پټوو چې تدریس او درسي لارې چارې به یې هرو مرو سره توپیر ولري، البته ښه بنسټيز توپیر نه سطحي توپیر. موږ باید په دې لاره کې د خپلو تصوراتو د معنوي علت ور وټکوو، نه د مادي. که خبره دلته مادي وي؛ نو بیا اړینه نه ده چې موږ دې کلونه پر یوه مضمون او دوو (متون او تاریخ) نومونو وخت ضایع کړو، په کار دي، چې معنویاتو ته تم شو، مخکې له دې چې پر معنویاتو او د دې دواړو مضمونونو د تدریس پر لارو چارو او شته ستونزو خبرې وکړم، غواړم چې څو بنسټيزې پوښتنې مطح کړم.

ـ ولې زموږ محصلین وروسته له فراغته هم پر یوه ساده متن د څو خبرو کولو جرات نه لري؟

ـ موږ تر دم ګړیه ولې د دې دواړو مضمونو تدریسي توپیر ته پام نه دی کړی؟

د هیوم خبره: «ښه داده چې موږ په نړۍ کې خپلو تجربو ته مخه کړو.» که د هیوم دا خبره موږ په غوږ کې ونیسو او هم پورته پوښتنو ته مو سترګې وګنډو، نو به تر یوه حده ستونزې هوارې شي، هغه دا چې تیرې تجربې په یاد راوړو، چې تر دې دمه پورې موږ ادبیاتو تاریخ او متون په  بیلو نومونو او په یوه ډول تدریس کړي دي، کومه پایله مو تر اخیستې؟ دا د تیرې تجربې یاد و.  که مو ذهن کې دا را تیر شي او وروسته له یوه څه سالم انده، کوم څه چې ما تدریس کړل. د دوو مضمونو په نامه او منځپانګه يې هم یوه، ایا پرته د کتاب له نوم او د شته عنوانه بل کوم توپیر پکې و؟ دا بیا معنویاتو ته مخه کول او خدمت دی.

دا چې تر اوسه موږ دې ته پام نه دی کړی، چې د دې دواړو مضامینو د تدریس تر منځ توپیر څه دی، موږ خپلو تیرو تجربو ته پام نه دی کړی او نه مو د خپلې پوهې مادي او معنوي علت را سپړلی دی. د ارسطو خبره: «موږ باید د تجربې د اخیستلو په پار د خپل عقل او حواسو داوړو څخه ګټنه وکړو.» په دې لړ کې موږ ته عقل سپارښتنه کوي، چې باید د چا حق ضایع نه کړو او درسونو ته مو رسیده ګي ولرو، خو حواس بیا هغه څه دي، چې د فزیکي پدیدو لید په غاړه لري، چې د عقل سره غاړه غړۍ شي او تجربې و زیږوي، که همدا چاره موږ تر سره کړه بویه چې موږ به دا لړۍ (تدریس) په ښه توګه تر سره کړې وي. که د خبرو په لړ کې د لرغونې دورې ادبیاتو تاریخ څخه د اسعد سوري د قصېدې یو بیت ته تم شو، بده به نه وي:

په ویرژلو لور نه کړې په زړه کراړیه

پر نتلیو اوروې د غم ناتار[2]

همدا بیت موږ په متونو کې هم په عین عنوان او عین مانا لولو، نو چې داوړه مضمونه په یوه سمستر کې د عینې نومونو او عنوانو تر چتر لاندې مطالعه کوو، بیا به زموږ رسالت دلته څه وي؟

په متونو کې هم د دې قصیدې په باب، چې موږ یې بو بیت راوړی دی، وایو چې قصیده کې پردۍ کلېمې لږ دي او ورته خبره په تاریخ کې هم کوو. نو چې داسې وي، بیا ښه نه ده چې موږ دا دواړه مضمونه یو کړو، هم به مو وخت لږ نیسي او هم به محصل راحت وي.

د ګالیلیه په وینا: «کوم څه چې د اندازه کولو دي، باید اندازه یې کړو او کوم څه چې نه دي، هغه باید د اندازې وړ و ګرځوو.» که موږ هم په خپل تدریسي بهیر کې د ګالیلیه همدا فلسفي خبره په پام کې ونیسو بویه چې ستونزه به مو تر ډېره حل وي، هغه داسې چې موږ باید په تاریخ کې د کلام په تاریخي ارزښت او جغرافیايي اغیزې خبرې وکړو، د دې تر څنګ باید محصل ته د کلام د رامنځته کیدو پر ځای او جغرافیا هم رڼا واچوو، یوازې د غور په نوم بسنه ونه کړو، باید د مندیش[3]، پوشنج[4]… سیمو جغرافیا او نومونه هم تشریح کړو…

د دې سره جوخت موږ باید په متونو کې بیا داسې چاره تر سره نه کړو او نه هم یوازې د متن پر سطحي مانا مو وخت تیر کړو، د همدې یاد شوي بیت په ځانګړنو کې داسې راځي چې په قصیده کې ترکیبونه[5] هم کار شوي دي، موږ باید د شعري ترکیبونو په باب محصل ته مالومات وړاندې کړو، د دې تر څنګ د فنونو څخه ډېره ګټه په دې لاره کې پورته کړو، خو دلته د وخت د کمبود په اساس یوازې د همدې بیت کې پر شته ترکیب باندې بحث کوم، په دې بیت کې (د غم ناتار) یوه ترکیبي کلېمه ده، چې د اضافي ترکیب بڼه ده، (د) د اضافت توری دی، (غم) مضاف او ناتار (مضاف الیه) دی. که نور هم ځېر شو، په بیت کې استعاري تړنګ (ترکیب) هم کارېدلی دی، چې دلته یې یوه بې سا شي (غم) ته د سا لرونکي جسم (انسان) ځانګړنه ورکړې ده، چې د شاعر پر لوړ استعداد دلالت کوي. که لږ څه نور هم ورته تم شو، نو به دا کلېمې یو بل تړنګ هم په لاس راکړي، چې هغه پاراډوکسي تړنګ دی، چې (غم او ناتار) دواړه سره ګډ شوي او یو درېیم حالت چې کوکي دي ترې پنځېدلی دی. دغسې په یاد بیت کې د ( په زړه کراړیه) کلېمه هم یوه ترکیبي کلېمه ده، چې توصیفي ترکیب باله شي، په دې کې (زړه ) موصوف دی او (کراړیه) چې یو زوړ لغت دی، (صفت ) دی. د صفت او موصوف پر مبنا سره پیوست دي.

که د دې دوو مضمونو تدریسي لړۍ همدا شان او تر دې نوره هم ښه شي، دلته دی چې موږ به بیا د دواړو مضمونو د تدریسي اهدافو تر منځ غوره توپیر کړی وي او هم به مو خپل رسالت ادا کړی وي.

که موږ د اسعد سوري ټوله بولله را واخلو او همدا شان پرې بحث وکړو، نه به د محصل لار اغزنه وي او هم پر یو متن او موضوع باندې د خبرو څخه ډکه بوخڅه ورسره وي.

۱۶/۷/۱۳۹۸

 د سوفي نړئ، ۳۶۷م[1]

. د پښتو ادبیاتو تاریخ (لرغونې دوره). ل/ واجد ـ ۵۴م[2]

مندیش: ۱ـ  د غور یو ښار و، خو دا مالومات نشته، چې دغه ښار په کوم ځای کې واقع او اوسنی نوم یې څه دی؟ ان د غور خلک یې هم په دې نامه نه پېژني. ۲ـ مندیش یې پخواني غور ته وایه. ۳ـ مندیش په غور کې د غوریانو د درباري کلا نوم و… [3]

 پوشنج: ۱ـ  د پوشنج اصلي بڼه پوشنګ دی، چې دغه یې معربه بڼه ده، د یاقوت حموي په وینا، پوشنګ د هرات په اطرافو کې یوه ټينګه کلا وه، چې له هراته یې لس فرسخه واټن درلود. ۲ـ د مسالک الممالک د لیکوال په وینا: پوشنج د اسلام له اوایلو نه د مغلو تر تاړاکه پورې د خراسان له پېژندل شویو ښارونو څخه یو ښار و.[4]

 ترکیب: د دوو یا زیاتو کلېمو داسې یو ځای کول دي، چې پرته له خپلې اصلي مانا څخه درېیمه مانا وزېږوي. ترکیب په کلام کې خوږلت، ایجاز، اطناب… پیدا کوي او د دې تر څنګ د تصویرونو او مانا ګڼه ګوڼه هم کله را کنځته کوي، چې کلام د ښکلا لوړو مدارجو ته رسوي.[5]