د غزنوي دوري یو لرغونی تاریخي اثر په آلمان کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شو
Aziz Rahman Hazim
د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۸ نیټه د غزنوي دورې یو مهم تاریخي اثر په آلمان کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شو.
په هغه غونډه کې چې د آلمان د هامبورګ د هنر او لاسي صنایعو MKG hamburg موزیم په تالار کې جوړه شوې وه، په آلمان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر عبدالجبار آریایي او د دغه سفارت د کلتوري آتشې د دفتر مسوول علم ګل سحر د MKG hamburg موزیم ریس او کارکوونکو او د آلمان یو شمیر فرهنګیانو او خبریالانو پکي ګډون کړی و.
لومړی د هامبورګ د هنر او لاسې صنایعو د موزیم ریسې میرمن تولګا بیرل د افغانستان د دغه لرغوني تاریخي اثر د ساتلو په اړه خبرې وکړې.
ورپسې په آلمان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر عبدالجبار آریایي د لرغونو اثارو د ساتلو په برخه کې د افغان دولت په هڅو خبرې وکړې او د هامبورګ د هنر او لاسي صنایعو د موزیم له کارکوونکو څخه یې د دغه تاریخي اثر د ساتلو او افغانستان د سپارلو له امله مننه وکړه هیله یې وکړه چې د نړۍ د هیوادونو نور موزیمونه او خصوصي ادارې که د افغانستان داسې لرغوني اثار په واک کې لري افغان دولت ته وسپاري.
د غونډې په پای کې د افغانستان دغه لرغونی تاریخی اثر د هامبورګ د هنر او لاسي صنایعو موزیم د رئیسې لخوا د افغان سفارت شارژدافیر او په آلمان کې د افغانستان فرهنګي آتشې علم گل سحر ته وسپارل شو.
د یادولو وړ ده چې د غزنوي دورې د سلطان مسعود د سلطنتي ماڼۍ د دیوال دغه مرمرینه ټوټه پنل panel چې د دولسمې میلادي پیړۍ اړوند دی، چې له 1957 تر 1966 کلونو کیندنو او څیړنو په پایله کې تر لاسه شول او د غزني موزیم ته سپارل شوی و چې بیا د ۷۰ لسیزې د ګډوډیو له امله غلا شوی و د MKG hamburg موزیم دغه تاریخی اثر په ۲۰۱۳ کال کې د پاریس په یوه لیلام کې پیرلی و او له څیړنو وروسته جوته شوه چې دا اثر غلا شوی او د افغانستان اړوند دی.
د افغانستان دغه لرغونی تاریخی اثر اوس په آلمان کي د افغانستان لوی سفارت ته را لیږدول شوی چې د افغانستان ملي موزیم ته به وسپارل شي.
په آلمان کې د افغانستان د فرهنګي آتشې دفتر