کور / راپور / جنرال پيټرس: طالبان سولي ته ژمن نه دي، هغوی مشترک حکومت نه غواړي

جنرال پيټرس: طالبان سولي ته ژمن نه دي، هغوی مشترک حکومت نه غواړي

په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو پخوانی قومندا جنرال ډيويډ پيټرس وايي، چي طالبان د باور خلګ نه دي او د امريکا ولسمشر ته مشوره ورکوي چي که ژر له افغانستان څخه ووځي، دغه هيواد به په کورنۍ جګړه کي ښکېل سي.

جنرال پيټرس چي اوس تقاعد سوی، وړاندي ئې په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو مشري ورتر غاړي وه.

نوموړي د يوه کال لپاره د امريکا د استخباراتي سازمان (سي آی اې ) مشري هم کړې ده.

جنرال پيټرس چي د امريکا ږغ سره ئې تازه مرکه کړې ويلي، چي دی فکر نه کوي چي طالبان دي په حکومت کي شراکت ومني، هغوی ددې هڅه کوي چی ټول واک په خپل لاس کي واخلي.

نوموړي ويلي، د طالبانو پټنځايونه د پاکستان د پوځ تر نظارت لاندي په اورکزيو، خيبر ايجنسي، بلوچستان او نورو سيمو کي روزنځايونه لري او واک ئې د پاکستان د افراطي پوځيانو په لاس کي دی.

هغه وايي: “زه ولسمشر ټرمپ ته مشوره ورکوم، که د تل لپاره هلته نه پاتې کیږي، د ډېر وخت لپاره دې پاتې شي، ځکه چي له طالبانو سره وروستۍ خبرې اغیزناکې نه وې. طالبان خپلې وسلې پر ځمکه نه ږدي او که نړیوال ځواکونه ووځي ښايي کورنۍ جګړه پیل سي.”

د طالبانو او امريکا ترمنځ نهه مياشتي په قطر کي خبري اتري رواني وې.

تمه وه چي د طالبانو او امريکا ترمنځ به يوه هوکړه وسي، خو د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبري لغوه کړې او وئې ويل چي طالبانو په کابل کي د يو خونړي بريد په ترڅ کي يو امريکايي پوځي او ۱۲ افغانان ووژل، ځکه نود هغوی سره نور د سولي خبري نه کوي.