کور / #PTM / پاکستاني پوځ په خېسور کي پر عامو خلګو بريد کړی دی

پاکستاني پوځ په خېسور کي پر عامو خلګو بريد کړی دی

د لومړنيو مالوماتو له مخي په دغه بريدیو کس شهید سوی دی چي د سيمي اوسیدونکو د احتجاج په توګه میرعلي چوک ته لېږدولی دی.
د سيمي اوسيدونکو پر شاوخوا مېشتو پښتنو ږغ کړی دی چي ځانونه ور ورسوي او تر څنګ یې ودرېږي.


دا لومړی ځل نه دی چي پنجابی ترهګر پوځ دلته د اوسيدونکو پښتنو سره غیرآئيني او غیر انساني چلند کوي.
د محکومي پښتونخوا اوسيدونکي د ریاست او غاصب پوځ له وحشتونو تر پوزي راغلي دي.
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين پنځه ورځي مخکي په هالنډ کي یوه احتجاجي لاریون ته د وينا پر مهال پر ملګرو ملتونو او د بشرحقونو پر ادارو نیوکه وکړه چي د پښتنو پر مرګونو او پاکستان دولت پر ظلمونو سترګي پټوي.