کور / #PTM / بنو کي پوځ يو زخمي کس شهيد کړی، د وزيرو قومي مشرانو جرګه راغوښتې ده

بنو کي پوځ يو زخمي کس شهيد کړی، د وزيرو قومي مشرانو جرګه راغوښتې ده

تېره ورځ د پښتون ژغورني غورځنګ مشران علي وزير، محسن داوړ، صمدخان او نور مشران د بنو په کرکړم کي د وزیرو د قامي مشرانو سره جرګه سوي وه او په سيمه کي د وروستيو نا امنيو په هکله ورسره وږغېدل.

ياده دې وى څو اوونۍ وړاندي پهکرکړم کې د شپې لخوا مخپټو وسلوالو په ډﺯو يو تن ﺯخمي کړې وو چي وروسته فوځ دهغه ﺯخمي او يو څو نور کسان په چاپه کي وړي وو.

وروسته هغه ژوبل کس چي پوځ د ځان سره بيولی وو،د پوځ په کينټ کي شهيد کړل سو.او هغه نيولي کسان لا تر او سه فوځ په بند کي ساتلي دي.
نن  په کر کړم کي جرګې دا پرېکړه وکړه، چي که  نيول سوي کسان خوشى نه سول او هغه شهيد سره انصاف ونه شو، نو کرکړم کي به يوه لويه قامي جرګه  راوبلي او پکي به مشران وروسته پرېکړه کوي.