کور / راپور / د سږ کال نوبل ادبياتو جائزه چا وګټل؟

د سږ کال نوبل ادبياتو جائزه چا وګټل؟

 

تېره ورځ د سويډش اکيډمي لخوا د نوبل ادبياتو جائزه دوو کسانو ته ورکړل سوه.

د ۲۰۱۹ کال د نوبل ادبياتو جائزه اتريشي ليکوال پيټر هانډکه ته او د ۲۰۱۸ کال د ادبياتو جائزه د پولنډ ليکوالي اولګاتوکاروچ ته ورکړل سوه.

تېر کال د نوبل ادبياتو جائزه ځکه نه وه ورکول سوې چي د سويډش اکاډمۍ په دننه کي د فساد ځيني مسالې راپورته سوې او ددغې جائزې د ورکړي پروګرام ئې د خنډ او ځنډ سره مخ کړی.

اتريشی ليکوال پيټرهانډکه

سويډش اکيډمي وايي، د ۲۰۱۹ کال د نوبل ادبياتو جائزه ځکه پيټر هانډکه ته ورکړل، چي هغه په خپلو ليکنو کي د انساني تجربې ځانګړتیا او حدود په ژبني مهارت کي کښلي دي.

پولنډۍ ليکواله اولګا ټوکارچوک

او اولګاکاروچ بيا د ۲۰۱۸ کال د نوبل په جائزې ځکه نازول سوې چي هغې په خپلو ليکنو کي د انساني ژوند اړخونه د مالوماتو ترڅنګ په خورا ماهرانه تخيلي انداز کي را نغاړلي دي.

د نوبل ادبياتو جائزه کي هر ګټونکي ته ۹۱۸۰۰۰ (څه کم يومليون) ډالر ورکول کېږي.