کور / د ډيورنډ کرښه / پاړه چينار کي ځايي خلګو وسلوال نيولي، خو پوځ بېرته په زور ترې خوشي کړي

پاړه چينار کي ځايي خلګو وسلوال نيولي، خو پوځ بېرته په زور ترې خوشي کړي

د کورمي ايجنسۍ په پاړه چينار کي ځايي خلګو ۲۹ مشکوک وسلوال نيولي دي، چي وروسته پوځ ترې په زوره بيولي دي.

د پاړه چينا ځايي اوسېدونکو دغه وسلوال هغه وخت ونيول چي د سړک پر غاړه ئې د خپل موټر ټاير بدلاوه او وسلې ئې وليدل سوې.

د خلګو په وينا نيول سويو کسانو سره وسلې او د جنګ سامان الات وو.

د دغه کسانو د نيول کېدو سره سم پاکستانی پوځ سيمي ته تللی او په زور باندي ئې د خلکو له لاسه نيول سوي وسلوال ازاد کړي دي.

پاکستانی پوځ په دې تورن دی چي په پښتني سيمو کي ئې وسلوال ددې لپاره خوشي کړي دي، تر څو هلته نا امني رامنځ ته کړي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي داسي اسناد ورسره سته چي ښيي پوځ او طالب وسلوال په ګډه په پښتون ميشتو سيمو کي د خلګو پر وړاندي عمليات کوي.