کور / راپور / د ډينګي ناروغي له امله ۴۰ کسان مړه سوي دي

د ډينګي ناروغي له امله ۴۰ کسان مړه سوي دي

د ډينګي په ناروغي باندي د اخته کسانو شمير په بېساري کچه لوړ سوی دی او دا مهال په پښتونخوا کي او همداراز د پاکستان په ځينو ښارونو کي شاوخوا ۲۳۰۰۰ کسان په ډينګي ناروغي مبتلا دي.

د راپورونو له مخي يواځي د پاکستان په پلازمېنه کي ۱۰ زره کسان د ډينګي ناروغۍ څخه کړېږي.

ددغه ناورغۍ له لاسه تر دا مهاله ۴۰ کسانو خپل ژوند بايللی دی، چي دا په بېساري توګه  ديادي ناروغۍ څخه د مرګ لوړه کچه ده.

د سوات روغتيايي کارکونکي وايي، چي ددوی روغتونونو ته ۴۱۳ کسان د ډينګي په ناروغي مبتلا کسان ور وړل سوي دي.

ډينګي وايروس يوه خطرناکه ناروغي ته چي هر کال په سيمه کي په زرګونو کسان پرې اخته کېږي.