کور / راپور / دفاع وزارت: افغان ځواکونه له دفاعي حالته راوتلي، يرغليز بريدونه کوي

دفاع وزارت: افغان ځواکونه له دفاعي حالته راوتلي، يرغليز بريدونه کوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چي افغان امنيتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه وتلي او يرغليز بريدونه کوي.

د ياد وزارت مرستيال ویاند فواد امان  وايي، چي په سلو کي تر اویا زیات هوايي عملیات د افغان پوځیانو له خوا په خپلواک ډول ترسره کیږي او امریکايي‌ پوځيان له همغږۍ پرته عملیات نه کوي.

امان وایې چې ځمکني عملیات “نږدې سل په سلو کي” د افغانانو لخوا ترسره کېږي.

د ښاغلي امان په خبره، د افغان ځواکونو په بريدونو کي شپيته سلنه زياتوالی راغلی دی.

له کله نه چي د امريکا او طالبانو ترمنځ خبري اتري لغوه سوي دي امريکايي چارواکو هم پر طالبانو دبریدونو د پراخېدو خبر ورکړی دی.