کور / نوميالي / حکيم خان مندوخېل دپښتونستان مبارز و

حکيم خان مندوخېل دپښتونستان مبارز و

ليکوال:  بشرمل ناصر

دڅانګې دغره په لمن کې دغازي ازميرخان مندوخېل په قدم يې قدم اخيستى و ، چې دځانګړي فکر خاوند و ـ  ارواښاد حکيم خان مندوخېل د خداى نظر زوى دپاينده خان لمسى دذوالفقار کړوسى دبابړخان کوسى د محمد کودى و په  کال   1954عسيوي کې په  وله اکرم کلي  کې  يې  سترګې روڼې کړې   ـ په خټه مندوخېل ، سلمانزى ، کاريزى ، سيدالخېل او بابړخېل و ـ د ده درې ترونه و ـ  چې حاجي سنګين خان ، حاجي شنکى او حاجي صورت خان و ، او درې يې وروڼه و ـ  چې مشر يې ملک حاجي ظريف خان ، دولت خان او نظرخان و او درې سره له دې فاني نړۍ څخه رخصت شوي دي او ملک حاجي ظريف خان په مکه مکرمه کې ومړ او لمونځ يې کاوه په سجده کې يې ساه ورکړه او ډېر نېک سړى و له غريبانو سره يې تل مرسته کوله ـ او دارواښاد حکيم خان مندوخېل درې خويندې وې او خسر يې عبدالله زى کاکړ دکلا شيرک و ـ  ارواښاد حکيم خان لالا د ښوونځي له وخته سياست پيل کړ او لومړۍ زده کړې يې دوله اکرم په کلي کې ترسره کړې او ورسته بازار ته راغى او په عالي لېسه کې شامل شو چې زده کړې يې په ښه توګه ترسره کړې ـ يو څه وخت يې په کلي کې ژوند وکړ بيا دښار وګنج محلې ته راغلو او دمولوي قطب الدين صاحب له جومات سره نږدې اوسېدل او په 1978کال کې له خپل ورور دولت خان سره کراچۍ ته ولاړ او هلته يې نورې پاته زده کړې په کرتچۍ جناح لېسه کې بپشړه کړې دکراچۍ په نمجنه موسم کې يې ژوند کاوه د ږوب له ښاره يې لري ژوند تېر کړ کله نا کله به ورته راتلاى ، وماته تورزن اوغان ويل ـ  چې کله دمحمدنور فاتا ته راغلى و او وماته (تورزن اوغان ) ته حکيم خان لالا ږغېدى چې دمحراب په  کور کراچۍکې  محفل جوړشو زه  وم (حکيم خان ) ، محراب خان ، دولت خان ، فاروق ، محمدنور ، ميوه خان ، تيور ، ګل ادم ، سراج الدين ، شمس الدين ، رحيم داد و او داپريکړه مو وکړه چې دلته دکوند دوتر جوړ کړو چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته خلک راکډ کړو او د ګوند دوتر مو جوړ کړ په عملي توکه سره مو کار پيل کړ دځان تر کار يې دګوند له پاره ډېر کارکاوه په رښتياسره يو رښتنى افغان و د هر پښتانه درد باندې دردمن و ـ  د ګوند چارې يې په غاړه اخيستې وې دمرکزي ايګزيکټيو غړى و او ددې ترڅنګ دسنده ايالت دکوند مشر و ـ  او سياسي ډګر کې له مولوي رحمت الله مندوخېل ، جلندرنريزى ، ساي کمال خان شيراني ، شيرجان لالا ، محمدجان لالا ، ساي حسن خان ، ملک هاشم کاکړ ، عبدالرحيم مندوخېل ، مولوي سلطان خروټى ، حاجي سلطان ناصر ، ابراهيم شيراني ، عبدالعلي غورغښتي ، رضامحمد رضا ، کليوال شهيد او عبدالباري و ـ چې سياسي ملګري يې و او سياسي استادان يې هم و ـ داترلمر سپينه خبره ده چې حکيم خان مندوخېل دپښتونستان مبارزه په ښه توګه سره وکړه او ډېرې ستونزي يې کاللې دي چې دملايانو له خوا فتوا باندې ورکېدلې چې څوک په پښتونخوا کې وي هغه کافر دى او په کلي کې ټولو خپلوانو بدنيتي سره پيداشوې يو اوبل ته يې په ښه نظر نه کتل ـ يو ملت پاله او پښتونپاله او مېلمه پال پښتون و ـ  چې دهرچاقدر يې په ورين تندي کاوه دکراچۍ په ښار کې غريب پښتانه اوسېدل او چابه رېړۍ چلوله او چابه يو بل کاروبار کاوه چې کله به ستونزه ورته پيدا شوه حکيم خان لالا به ځان ورسولاى دهرپښتون غم يې په سر اخيستى و ـ دخيلئ او زى پوښتنه يې نه کوله چې پښتو ژبه به يې ويله هغه يې خپل و او ترهرچا ورته نږدې و ـ چې له کومه وخته يې سياست پيل کړى دژوند تر اخري سلګيو پوري يې نظريه بدله کړې نه وه د خان شهيد دکاروان پښتونخواميپ تکړه او غښتلى ملکرى و ـ دپښتونستان درد يې په زړه کې و او ارمان يې په زړه درلود چې پښتونستان جوړ شي دپښتانه په خپل وطن واک او اختيار وي چې کله به له کراچۍ خپل پلرني ټاټوبې وله اکرم ته راغى هلته به يې سياسي فعاليتونه کول او مېلمستيا به يې کولې او خلک يې په ځان راټولول دپښتانه دحق خبره يې ورته کوله ـ  په کورنۍ کې دسياست له پاره خپل وراره چې هغه يې زوم هم و هغه يې چمتو کړى و  او مرګ له مخه ورته راغى صادق خان ځواني مرګ شو او ترشا يې داسي سياسي وراثين يې په کورنۍ کې نه پرېښودل چې دده نوم ورباندې ياد شي او پنځه زامن لري چې عبدالطيف ، ايمل خان ، اجمل خان ، ميرويس خان او طارق خان دى او درې لوڼه پاتې دي حکيم خان لالا د اکتوبر په شلمه نيټه 2009کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او جنازه يې خپل وراره مولوي محمد انور ورکړه چې دګوند مشران راغلي و ډاکټر حامدخان اڅکزى او رضامحمد رضا يې په سياسي فعاليتونو باندې خبرې وکړې او دحکيم خان لالا رښتنې سياسې مبارزه يې وستايله ـ او په جنازه کې دسويلي پښتونخوا ، خيبرپښتونخوا او دسنده د ګوند ملکرو په ګڼ شمېر سره ګډون کړى و ـ  الله ج دي جنتونه ورکړي او ديښتونستان ارمان يې له ځانه سره يووړئ.

معلومات:

ددې ملګرو مننه کوم،
تورزن اوغان، وله اکرم کلى ( اوس پېښورکې دى )، نصيب الله مندوخېل وله اکرم