کور / راپور / فاضل خان : د ترهګرۍ په تور وژل سوی ورور مي بېګناه ثابت سو، خو پوليسو تراوسه سپين کړی نه دی

فاضل خان : د ترهګرۍ په تور وژل سوی ورور مي بېګناه ثابت سو، خو پوليسو تراوسه سپين کړی نه دی

د سپټمبر د مياشتي پر ۳۰ نېټه په لولايي کي يو بريد وسو چي پکي يو پوليس ووژل سو او د ولسي وګړو په شمول ګڼ پوليس ژوبل سول.

بريد د يو ځانمرګي بريدګر په واسطه وسو، خو په سيمه کي يو بل ځانمرګی بريدګر هم وو چي پر موټرسيکل وتښتېدی.

۲۶ کلن ظاهرخان چي سرکاري وظيفه ئې هم لرل، په دغه پېښه کي زخمي سو، چي وروسته د موټرسيکل په مرسته د پېښي له ځای څخه وتی، چي د پوليسو د بريد سره مخ سو.

ظاهرخان په ټپي حالت کي پوليسو ته لاسونه پورته کړي وه او ورته وئې ويل چي بيګناه دی، خو بيا هم پوليسو ورباندي ډزي وکړې او هغه ئې ووژی.

د ظاهرخان ورور فاضل خان اتمانخيل وايي، چي وروسته پوليسو دی هم تاڼې ته بوتی او د ترهګرو د ملاتړ تور ئې ورباندي وتړی، خو وروسته د کلي د مشرانو په ضمانت له زندان څخه راخوشي سو.

فاضل خان وايي: “دوه ترهګر ول، يوه ځان وواژه او هغه بل پر موټر سايکل وتښتېدی. زما ورور هم پر موټر سايکل باندې پر لارې و چي د پېښې په ځای کي زخمي سو. په عين وخت کې نور پوليس راورسېدل اوهغوی فکر وکړ چې ظاهر خان د ترهګر ځانمرګي ملګری دی. ظاهر خان په زخمي حالت کې لاس ورته پورته کړی و چي زه ولسي وګړی يم خو پوليسوبيا هم ډزې پر وکړې.”

فاضل خان وايي، اوس پوليسو ورته منلې ده چي دده ورور ظاهرخان اتمانخيل بې ګناه وو او په خطا کي وژل سوی دی.

د فاضل خان په خبره، پوليس دا خبره په خوله کوي، خو لا تراوسه ئې په ليکلي شکل دده د ورور د سپيناوي په هکله اقدام نه دی کړی.