کور / راپور / د بشري حقونو سازمان: د پاکستاني امنيتي ځواکونو لخوا په تشدد کي ډېر کسان وژل سوي

د بشري حقونو سازمان: د پاکستاني امنيتي ځواکونو لخوا په تشدد کي ډېر کسان وژل سوي

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وايي، چي په پاکستان کي پوليس او امنيتي ځواکونه د شکمنو کسانو څخه د تحقيقاتو اخيستلو لپاره پر هغوی سخت تشدد کوي او آن ځيني کسان ئې د مرګ کومي ته ورکړي دي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کي وايي، چي پاکستاني پوليس د ډیرو وړو جرمونو مرتکبينو سره هم د تشدد ډک عمل کوي چي د قانون له مخي دا يو جرمي عمل دی.

د ياد سازمان په تازه راپور کي ويل سوي چي د پاکستان امنيتي ځواکونو د بشري حقونو پر وړاندي ښکاره سرغړوني کړي دي، ډير کسان ئې د تشدد پر مهال وژلي دي او ډېر داسي زندانونه ئې جوړ کړی چي د عدالتونو او بشري حقونو د څار څخه پټ دي.

ياد سازمان وايي، چي د تحقيقاتو پر مهال د پوليسو تشدد جرم دی او بايد مرتکبين ئې عدالت ته وروپېژندل سي.

په کور دننه پاکستان کي هم د بشري حقونو کميسون وایي، چي دوی له ډېره وخته د پوليسو او امنيتي ځواکونو لخوا د خلګو سره د تشدد کولو پر ضد ږغ پورته کړی دی، خو له بده مرغه په پاکستان کي هيڅ ادارې ددوی ږغ نه دی اورېدلی او اوس هم دا ډول تشدد روان دی.

دا راپور پر داسي مهال خپور سوی، چي مياشت وړاندي په سند ايالت کي يو غل ونيول سو او د پوليسو لخوا د تحقيقاتو پر مهال ووژل سو.

بل خوا د بشري حقونو اداره وايي، چي په لاهور او راولپنډۍ کي ئې داسي زندانونه موندلي چي پوليسو او پوځ به په پټه تورن کسان ساتل کېدل او په دغه زندانونو کي د تشدد ډکي نښي نښانې موندل سوي دي.