کور / #PTM / شمالي وزيرستان: د ولسي وګړو د وژني پرضد ځايي خلګ د پي ټي ايم په مرسته جرګه جوړوي

شمالي وزيرستان: د ولسي وګړو د وژني پرضد ځايي خلګ د پي ټي ايم په مرسته جرګه جوړوي

په شمالي وزيرستان کي ځايي قامي جرګې د پښتون ژغورني غورځنګ سره په ګډه د وروستيو وژنو پرضد احتجاج کوي.

د راپورونو له مخي په سيمه کي قامي جرګې او د پي ټي ايم مخکښان به په ګډه د وروستيو نا امنيو او وژنو پرضد د اکتوبر پر ۱۸ نېټه په مرکز ميرامشاه کي يوه ستره جرګه کوي او د پېښو د مخنيوي لپاره به سلا مشورې کوي.

قامی مشران وايي، چي دوې ورځي وړاندي پوځ دوه وروڼه په ډزو ووژل، همداراز د پنجشنبې په ورځ پوځ يو ولسي وګړی په ډزو ووژی چي وروسته ځايي خلګو د هغه مړی د احتجاج په توګه ميرعلي چوک ته راوړل.

د پنجشنبې په ورځ  هم د پښتون ژغورني غورځنګ مشران علي وزير، محسن داوړ، صمدخان او نور مشران د بنو په کرکړم کي د وزیرو د قامي مشرانو سره جرګه سوي وه او په سيمه کي د وروستيو نا امنيو په هکله ورسره وږغېدل.

ياده دې وى څو اوونۍ وړاندي په کرکړم کې د شپې لخوا مخپټو وسلوالو په ډﺯو يو تن ﺯخمي کړې وو چي وروسته فوځ دهغه ﺯخمي او يو څو نور کسان په چاپه کي وړي وو.

وروسته هغه ژوبل کس چي پوځ د ځان سره بيولی وو،د پوځ په کينټ کي شهيد کړل سو.او هغه نيولي کسان لا تر او سه فوځ په بند کي ساتلي دي.
نن  په کر کړم کي جرګې دا پرېکړه وکړه، چي که  نيول سوي کسان خوشى نه سول او هغه شهيد سره انصاف ونه شو، نو کرکړم کي به يوه لويه قامي جرګه  راوبلي او پکي به مشران وروسته پرېکړه کوي.