کور / راپور / ترکي ځواکونو پر امريکايي پوځيانو حمله کړې ده

ترکي ځواکونو پر امريکايي پوځيانو حمله کړې ده

 

د امريکا د دفاع وزارت وايي، چي تېر ماښام د سوريې په شمالي ښار کوباني ته څېرمه د ميشتو امريکايي ځواکونو پر هډه د ترکيې لخوا د توپچي بريدونه سوي دي.

امريکايي چارواکي وايي، ددوی پر پوځي هډه دا بريدونه وروسته له هغه سوي چي سوريې ته ننوتي ترکي ځواکونه پوهېدل چي دلته امريکايي ځواکونه  ميشت دي.

خو ترکيي پوځي چارواکي وايي، دوی په دا کار قصدا نه دی  کړی، بلکي د کوردي ځواکونو د بريدونو په ځواب کي ئې د توپچي ډزي کړي دي.

درې ورځي وړاندي ترکي ځواکونه د سوريې شمال ته ننوتل او هلته ئې د کوردانو پرضد عمليات پيل کړل.

دا عمليات وروسته له هغه پيل سول، چي د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سوريې د شمال څخه د خپلو پوځيانو د ايستلو اعلان وکړ.

د امريکا په ګډون ملګرو ملتونو د ترکيې دا بريد غندلی او له ترکيې ئې غوښتي چي په سملاسي توګه په سيمه کي پوځي عمليات ودروي.

د پوځي عملياتود پيل سره هممهاله په لسګونو زره ځايي اوسېدونکي د سوريې له شمال څخه  خوندي سيمو ته کډه کوي.

ترکيه وايي، چي د نړيوالو فشارونو پروا به ونه ساتي او د کوردانو پر ضد به خپلو عملياتو ته دوام ورکړي.

امريکا وايي، چي که ترکيه پوځي عمليات ونه دروي، نو د اقتصادي ستونزو سره به مخ سي.

په ورته مهال د امريکا دفاع وزارت وايي، چي ۳۰۰۰ امريکايي سرتېري به سعودي ته ولېږي.